د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وایي، د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او حکمتالله زین د متحده عربي اماراتو د «فجیره اوپن» په نړۍوالو سیالیو کې د برنزو مډالونه ګټلي دي.
دغه سیالۍ تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوې.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترهکي پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي حکمتالله زین خپلو درېیو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړه چې د تکواندو بل ملي لوبغاړي محسن رضایي هم په دغو سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال وګاټه.
نوموړي وویل چې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو رامین امیني، امیدسهاک او علياکبر امیري خپل یو یو سیال مات کړ، خو کوم مډال یې ونه ګاټه.
د هغه په خبره چې په دغو سیالیو کې له ۶۴ هېوادونو شاوخوا ۱۰۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
Views: 40