د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي طالبانو له القاعده شبکې سره د اړیکو پاللو ته دوام ورکړی او دې ډلې په افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي دي.
خو طالبان وايي، په افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک نه شته او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
بيبيسي نن ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې «طالبانو له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې ساتلې دي» او وايي د دې ډلې لس لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې موجود دي.
سرچینې ویلي، د امنیت شورا راپور کې زیاته شوې چې القاعدې په افغانستان کې اته نوي روزنځايونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې دي.
او د راپور پر بنسټ، القاعده په پنجشېر ولایت کې هم د وسلو یوه ډیپو لري.
په دغه راپور کې ويل شوي القاعده چې له ۳۰ زياتو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاله ده، په “لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان کې پنځه مدرسې لري.”
د امنيت شورا راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هلې ځلې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافونو لامل شوې دي.
په دغه راپور کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې ویلي: «د امریکا استخباراتي ارزونو ښودلې چې القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې په داسې یوه دریځ کې نه ده چې پر امریکا دې د برید جوګه وي.»
خو نوموړي زیاته کړې چې د «ترهګرۍ» هر راز ګواښ بابېزه نه ګڼي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پورې شوی چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د د دوی په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «متاسفانه د ملګرو ملتونو له ادرس څخه د افغانستان پر اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي، دا د ملګروملتونو له ادرس څخه سوء استفاده ده چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول استفاده دوام وکړي.»
په دغه اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ پوهېږو چې د امنیت شورا ځيني غړي هېوادونه په افغانستان کي له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعاً خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ور نه کړي چې د دغه لوی نړېوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي.»
اعلامیه کې راغلي: «متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري، هيله کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورنه کړي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعتطلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.»
په اعلامیه کې ویل شوي چې د وروستي شل کلن ناورين يو اساسي لامل د دغه ډول بېبنياده معلوماتو پر اساس قضاوتونه وو.
Views: 9