د چین د ولسمشر له لوري د طالبانو د سفیر باورلیک له منلو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین باید له طالبانو سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د چین د ولسمشر له لوري په دغه هېواد د افغانستان د سفیر باورلیک منل، د طالبانو د پر رسمیت پېژندلو په معنا بولي؟ وویل باید روښانه کړي چې ایا د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژني او کنه.
هغه ویلي: «ما هغه راپور لیدلی او ګومان کوم چې د چین دولت د اړیکو په تړاو خبرې وکړي او دا چې ایا دوی [چین] په رسمي ډول طالبان پر رسمیت پېژندلي او کنه، ما د دوی ځیني متفاوت نظرونه لیدلي دي.»
مېلر زیاته کړې چې دغه هېواد په علني او خصوصي توګه د طالبانو چارواکو ته ویلي چې له نړېوالې ټولنې سره یې د حکومت اړیکې د دوی خپلو اقداماتو پوره تړلې او یو د اړتیا وړ اقدام، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند ښه کول دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ پرون (سهشنبه، د سلواغې ۱۰مه) په پکن کې د طالبانو د سفیر په توګه د اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.
دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد ولسمشر د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک مني.
د یادونې ده، چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د افغانستان سرپرست حکومت د پر رسمیت پېژندلو په اړه یې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی او د نورو هېوادونو په شان یې لامل د بشري حقونو رعایتول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټولګډون حکومت رامنځته کول مطرح کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هيڅ هېواد د سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک منل له بیجينګ سره د دوی د تعامل پیل بللی دی.
Views: 8