د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان امریکا ته په ماتې ورکولو سره پنځلسم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د سویلي افریقا په کوربه روانې دي.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د سلواغې په ۱۱مه، د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو د پنځلسم او شپاړسم مقام لپاره له امریکا سره لوبه وکړه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې امریکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د امریکا لوبډله په نهه څلوېښتم اوور کې د ۱۴۸ منډو ترلاسه کولو سره وسوځېدله او افغانستان ته یې د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري غضنفر درې، فریدون دولتزي او ناصر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف په پنځوسم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.
دغې بریا سره افغانستان په دې سیالیو کې پنځلسم او امریکا وروستی شپاړسم مقام خپل کړ.
تر دې مخکې افغانستان په ګروپی سیالیو کې درې واړه لوبې وبایللې او له سیالیو څخه بهر شوی و.
د یادونې وړ ده چې دوه کاله افغانستان د ۱۹ کلنو نړېول جام کې څلورم مقام خپل کړی و.
Views: 78