د روڼتیا نړېوال سازمان په خپل کلني راپور کې ډنمارک له فساده پاک او صومالیا له فساده ډک هېوادونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې افغانستان څلور درجې ټیټ شوی دی.
د روڼتيا نړېوال سازمان د سلواغې په ۱۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې په دې اړه سروې او پوښتنې کړې او بيا يې خپل راپور چمتو او خپور کړى دى.
د روڼتيا نړېوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د خپور شوي لېست له مخې، افريقايي هېواد صوماليا د پخوا په څېر يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد اعلان شوى دى.
د ياد سازمان د ارزونو له مخې، کوم هېواد چې صفر نومرې ترلاسه کړي، هغه د نړۍ تر ټولو مفسد او څوک چې ١٠٠ نومرې واخلي، نو کم مفسد يا پاک هېواد اعلانېږي.
د روڼتیا نړېوال سازمان په تازه راپور کې راغلي دي چې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې اداري فساد په کې ډېر و. افغانستان چې واک یې اوس د طالبانو سرپرست حکومت سره دی د اداري فساد په شاخص کې یې د ۱۸۰ هېوادونو له جملې څخه په ۱۷۱م مقام کې دی.
افغانستان د اداري فساد د اندازې معلومولو لپاره د ټاکل شویو امتیازونو څخه ۲۰ امتیازونه تر لاسه کړي دي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې عدالت او په ګټوره توګه د قانون حاکمیت په داخلي او نړېواله کچه د اداري فساد په مخنیوي کې مهم نقش درلود. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د عدالت او قانون حاکمیت په نه شتون کې هغه کسان چې د واک څخه یې ناوړه ګټه اخیسته، د عواقبو سره نه دي مخ شوي.
بلخوا طالبانو د رونټیا نړېوال سازمان دا راپور رد کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس شبکې لیکلي دي: «افغانستان له فساد څخه خالي هېواد دی، په نړېوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه درجه کې قرار لري چې ښه موقعیت دی. دا چې د تېر کال په نسبت ۴ درجې ټیټ والی ښيي، معنای داد نه ده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې د ځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.»
د دغه سازمان په راپور کې چې صومالیا، ونزویلا او سوریه په ترتیب سره د اداري فساد په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په جملې کې د نړۍ تر ټولو مفسد او ډنمارک تر ټولو پاک هېواد بلل شوی دی.
تر صومالیا، ونزویلا او سوریې وروسته، یمن، سویلي سوډان، نیکاراګوا، شمالي کوریا، هایټي، استوایي ګیني او ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې په دې شاخص کې یې د څلورم څخه تر لسم مقام پورې ځای لري.
د نړېوال شفافیت سازمان په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ډنمارک، فنلنډ او نیوزلینډ بیا نړۍ هغه هېوادونه دي چې اداري فساد په کې تر ټولو لږ و. د دې درېیو هېوادونو څخه وروسته، ناروي، سنګاپور، سویس، هالنډ، جرمني او لکزامبورګ بیا د اداري فساد په شاخص کې د څلورم څخه نیولې تر لسم مقام پورې ځای لري.
همدا دوه عناصر، د قانون حاکمیت او عدالت د دیموکراسۍ اصلي پایې بلل شوي او په راپور کې دا هم ویل شوي که هغوي چې د قانون حاکمیت او عدالت پلي کیدو څخه بچ کیږي او عواقب یې نه وګوري، په ټولنۍ کې د بې عدالتۍ او قانون حاکمیت د ماتیدو سبب کیږي.
د دې نړېوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو د جملې څخه په تیرو ۱۲ کالونو کې یوازې ۱۸ هېوادونو د اداري فساد سره د مبارزې لپاره اصلاحات کړي او همدا د فساد د کمښت سبب شوی.
خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په همدې مودې کې په ۲۴ هېوادونو کې اداري فساد لا ډیر شوی دی.
Views: 13