د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې سیالیو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن وویل، ملي لوبډله پرون له متحده عربي اماراتو سریلانکا وخوځېده او بېګا ناوخته د دغه هېواد پلازمېنې کولمبو ښار ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه چې د کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي په موخه اماراتو ته تللې وه او هلته یې تمرینات ترسره کړل.
دغه راز، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ټېسټ لوبه د راتلونکې جمعې ورځ (د فبرورۍ دویمه) په کولمبو ښار کې پیلېږي.
د یادونې ده، افغانستان به له ټېسټلوبې وروسته د راتلونکې فبرورۍ په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه یو ورځنۍ لوبې او ورپسې به د شل اوریزو نړېوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټو ترسره کړي.
Views: 13