د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې په وسله والو بریدونو او چاودنو کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.
پاکستانیو رسنیو د سلواغې په ۱۰مه، خبر ورکړی چې نن د بلوچستان ایالت په سبي سیمه کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر ټاکنیز کمپاین چاودنه شوې ده.
جیو تلویزیون د ځایي امنیتي مسوولینو به حواله خبر ورکړی چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې وشي.
بلخوا د پاکستان پوځ اعلان کړی دی چې د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د وړمې شپې په ډله ییز برید کې څلور سرتېري او اوه بریدګر وژل شوي دي.
پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ له خوا دغه ډله ییز په شا تمبول شوی او ګڼ شمېر ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي.
بلخوا په ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې بلوڅ وسله والو ګڼ شمېر پاکستاني سرتیري ژوندي نیولي او موټر یې سوځولي دي.
Views: 9