د کړکېچ نړېواله ډله وایي، د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ برخو کې د تعامل په لټه کې دي او لوېدیځ هېوادونه باید د دې ارزښتناکې هڅې مخه ونه نیسي.
د یادې ډلې په تازه راپور کې راغلي چې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د افغان مېرمنو او نجونو «له اساسي حقونو څخه انکار او د سختو ټولنیزو قوانینو پلي کولو» د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو بنسټونو له خوا د دغه حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی، ځینو سیمهییزو لوبغاړو له ښځو او نجونو سره دغه چلند غندلي، خو ډېرو یې د خپلو دريځونو محوري نقطه نه ده ګرځولې.
دغهراز سرچینې لیکلي چې د ورېښمو پخوانیو لارو پر ځای د سوداګریزو دهلیزونو مفکوره بیرته را ژوندۍ شوې، سیمهییزې پلازمینې اوس افغانستان کې د سوداګریزو فرصتونو یو روښانه څرک ویني، خو پر افغانستان نړېوال اقتصادي محدودیتونه او بندیزونه د خصوصي پانګونو مخه نیسي.
دغه راپور نن «د طالبانو ګاونډیتوب، له افغانستان سره سیمهییزه ډيپلوماسۍ» تر عنوان لاندې خپور شوی دی.
د کړکېچ نړېوالې ډلې په راپور کې ویلي، په داسی حال کی چې ډیرو ډیپلوماتانو د افغانستان له اوسني حکومت څخه له اړیکو ډډه وکړه او له ښځو او نجونو سره یی د دغه حکومت پر چلند نيوکې وکړې، د افغانستان د نږدې هیوادونو سفیران له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د معاملې په لټه کی وو.
سرچینه لیکي: «دا یوه ارزښتناکه هڅه ده، او لوېدیځ نه باید د دغو هڅو مخې ته ودرېږي.»
په راپور کې راغلي د افغانستان اوسنی حکومت په دې لټه کې دی چې له «نږدې پلازمېنو» سره اړیکې ټینګې کړي.
سرچینه زیاتوي: «دا هېوادونه له تعامل څخه مطلق انکار نه شي کولای، دوی باید له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي مسئلو په اړه تعامل وکړي. د بېباوریو او خنډونو له امله سیمهییزه ښکېلتیا محدوده پاتې ده، کومه چې د لوېديځو بنديزونو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.»
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان او د هغه د ګاونډيانو ترینګلې اړیکې د جنوبي او مرکزي اسیا د خلکو ژوند او روزګار اغیزمنوي، کابل او سیمهییز شریکان یې باید د سوداګرۍ د پراخولو، د اوبو او نورو ګډو منابعو پر سر د شخړو د مدیریت او د «بینالحدودي اورپکو ډلو» سره د مبارزې په موخه لارې چارې ولټوي او ناکامي کولی شي په سیمه کې پراخه بېثباتي راولي.
په راپورکې راغلي چې «سیمهییزې پلازمېنې» باید د پراخبنسټه امنیتي همکارۍ او اقتصادي ادغام لپاره د یو روښانه میکانېزم لټولو ته دوام ورکړي او لوېدیځ هیوادونه باید د دې ډول هڅو ملاتړ او یا لږ تر لږه یې له مخنیوي ډډه وکړي.
د کړکېچ نړېواله ډله زیاتوي: «دا سیمه، لکه څنګه چې یې طالبان تعریفوي، د «یوروشیا براعظمونو» کوم چې په ختیځ کې له چین څخه نیولې د لوېديځ تر ترکیې پورې او په شمال کې له روسیې څخه نيولې حتی د سویل تر هند او خلیج سلطنتونو پورې او د ایران او پاکستان په شمول منځني اسیا هیوادونو پورې غځېدلې.»
سرچینه وایي چې د افغانستان اوسني واکمنان د پخوانیو افغان واکمنانو په څېر افغانستان ته د یوه پل په سترګه ګوري چې دا ټولې سیمې سره نښلوي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د افغان ميرمنو او نجونو «له اساسي حقونو څخه انکار او د سختو ټولنیزو قوانینو پلي کولو» د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا د دغه حکومت په رسمیت پېژندلو امکان له منځه وړی.
د کړکېچ نړېوال ډله لیکي: «سره له دې چې لوېدیځوالو ډیپلوماتانو له طالبانو سره راکړه ورکړه لغوه کړې، خو سیمهییز لوبغاړي له کابل سره د لا زیاتې ښکېلتیا په لټه کې دي. ځینو له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، په ځانګړې توګه د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیزونه غندلي دي، خو د دې باوجود اکثره سیمهییزو چارواکو د ښځو او نجونو حقوق د خپلو دريځونو محوري نقطه نه ده ګرځولې. سیمهییز چارواکي په دې باور دي چې د خپلو هېوادونو د ګټو خونديتوب او د طالبانو په چلند کې په اوږدمهال کې د نرمښت راوستلو تر ټولو غوره لار، د دوی د ګوښه کولو پر ځای، له کابل سره له زغمه ډک تعامل تګلاره ده. د کابل او سیمهییزو پلازمینو ترمنځ ارتباطات یا تعامل ښایي چې راتلونکي کلونه به د طالبانو د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره غوره هیلې وړاندې کړي.»
افغان چارواکو ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډول موقتي دی او د شرایطو په برابرېدو سره به پیل شي.
په راپور کې راغلي: «لا تراوسه هم، سیمهییزه همکاري د افغانستان د ځینو ګاونډیو د غوښتنو په پرتله کمه ده. ځینو د یوې “سترې معاملې” تمه درلوده چې د ډيپلوماتیک رسميت په بدل کې به طالبان د یو ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي او په ځانګړي توګه به هغه افغان سیاستوال واک ته راولي چې په تېره کې یې د طالبانو مخالفت کاوه او له سیمهییزو هېوادونو سره یې ښې اړیکې لرلې. خو طالبانو په کابینه کې د خپلو پخوانیو دښمنانو د ورګډولو ټولې هڅې رد کړې. له همدې امله، ډېرو سیمهيیزو لوبغاړو له کابل سره د هر اړخیز تعامل پر ځای جزئي تعامل غوره کړ څو پر ځانګړو موضوعاتو کې د ضرورت پراساس همکاري وکړي. د دغه معاملاتي اړیکو تګلاره د طرحې پر ځای د اړتیا پر بنسټ ولاړه ده، او دا د طالبانو هغه غوره شوي دریځ سره سمون خوري چې د افغانستان په چارو کې د بهرنيو لاسوهنې له شالید څخه ډډه کوي. د طالبانو هڅې چې په نړېوال سیاسي نظام کې د دوی په وینا، د لوېديځ لخوا د تحمیل شوو نړېوالو ارزښتونو پر ځای دې بېلابېلو کلتوري ارزښتونو ته درناوی وشي، د سیمهییزو ځواکونو له ګټو سره سمون خوري.»
سرچینه زیاتوي، سیمهییز چارواکي «د اسلامپالو اورپکو» د مخنیوي لپاره د کابل غیرعادي چلند ته د شک او اندېښنې په سترګو ګوري.
په راپور کې راغلي چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، د افغانستان ګاونډیانو ویره درلوده چې ګواکې تاوتریخوالی به د افغانستان له پولو څخه د هند تر ولکې لاندې کشمیر او یا په مرکزي آسیا کې د فرغانه دره په څېر حساس ځایونو ته وغځېږي، خو دا اندیښنې مبالغې ثابتې شوې.
سرچینه زیاتوي: «پرته له پاکستانه، چېرې چې د طالبانو د واک په لومړنيو دوو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) بریدونه زیاتوالی وموند او د دې لامل وګرځېد چې د اسلامآباد او کابل اړیکې ډېرې ترينګلې شوې.»
طالبانو ویلي چې د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته او پاکستان دې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې لیکلی چې د سیمهییزې امنیتي همکارۍ لپاره په کار ده چې هر اړخ دې لومړی په خپلو ویناوو کې نرمښت راولي او جهتونه دې ځینو حقایقو ته غاړه کېږدي، سره له دې چې د دوی لومړیتوبونه بېلابېل دي.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د داعش خراسان څانګې فعالیتونه ښه مهار کړي، خو له خپلو سیمهییزو شریکانو سره یې داسې باوري فضا نه ده رامنځته کړې چې له یو بل سره په آزاده توګه معلومات شریک کړي.
د راپور له مخې، یوه ستونزه «د اسلامپاله وسلهوالو ډلو سره» د چلند پر سر ده؛ داسې چې کابل یو ډول چلند غوره کوي او سیمه له کابل څخه بل ډول چلند غواړي.
په راپور کې راغلي چې د دې اختلاف د له منځه وړلو لپاره یو ګډ میکانېزم ته اړتیا ده چې سیمهییزو اندېښنو په اړه بحث پکې وشي او د ننګونو د مخنیوي لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه شي.
سرچینه زیاتوی: «د سیمهییزو همکاریو بله مهمه برخه اقتصاد ده. په افغانستان کې اوږمهالې جګړې هغه مفکوره ووژله چې غوښتل یې د ورېښمو پخوانیو لارو په مقابل کې سوداګریز دهلیزونه جوړ شي، خو کله چې د طالبانو نظامي بریا قوي ثبات راوست او د فساد پر ضد یې مبارزه پیل کړه، نو دا مفکوره بیرته را ژوندۍ شوه. سیمهییزې پلازمینې اوس د سوداګریزو فرصتونو یو روښانه څرک ویني. دوی هڅه کوي چې لارۍ، ریل ګاډي، ګاز او برېښنا له پولو څخه را تېرې کړي. طالبان ډېر لیواله دي چې په داسې پروژو کار پیل کړي، خو په لنډه موده کې به د ځینو خنډونو له منځه وړل ناشونی وي. د ښه سیمهییز اقتصادي پیوستون لپاره دلایل خورا ډیر دي، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې، ولې چې د منځني اسیا هیوادونه د نوو بازارونو په لټه کې دي، او په عین حال کې سویلي آسیا د تیلو، ګازو او برېښنا نوو منابعو ته اړتیا لري.»
د کړکېچ نړېواله ډله وایيٍ، د اوږدمهاله پلان له مخې سیمه د اقتصادي ادغام لپاره په افغانستان کې د پانګونې هڅولو لپاره ستراتیژیک دلایل لري چې په پایله کې به د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.
په راپور کې راغلي: «ځینې سیمهییز لوبغاړي فکر کوي چې په سیمهییز اقتصادي جوړښت کې د افغانستان ادغام به پر افغانستان د سیمهییزو لوبغاړو نفوذ زیات کړي. همداراز دا کار به د طالبانو په لیکو کې د ډیپلوماسۍ مخالفین پخلا کړي، او د بالفعل حکومت چلند به تر یو حده د وړاندوینې وړ کړي. بل پلو، ډېری طالبان دا اقتصادي ادغام د افغانستان د سوکالۍ لپاره یو اړين ګام بولي، کوم چې به د دوی نظام ته هم د یوې اوږدمهاله بقا زمینه مساعده کړي.»
یادې ډلې ویلي چې پر افغانستان نړېوال اقتصادي محدودیتونه او بندیزونه د خصوصي پانګونو مخه نیسي او د ځینو مرستندویه هیوادونو له خوا د بشري مرستو تر بریده د مرستو محدودول او د ځینو سیمهییزو هېوادونو محدودې سرچینې د افغانستان او سیمې ترمنځ د اقتصادي همکاریو خنډ ګرځي او «په افغانستان کې د قانوني چوکاټ نشتوالي» د خصوصي سکټور باور کمزوری کړی.
د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د اوبو زیربناوو جوړولو په اړه کړنې ـ پرته له دې چې له ښکته پرتو هېوادونو لکه ایران او ازبکستان سره همغږۍ وکړي- د یو کړکېچ لامل کرځېدلي او دغې چاره ښايي د دې لامل شي چې سیمهییز هیوادونه له افغان حکومت سره د ښکېلتیا لپاره هیلې کمې کړي.
د کړکېچ نړېوالې ډلې په راپور کې راغلي چې د سیمهییزې همکارۍ په لور ګامونو کې ډېری لوېدیځوال مرستندویان نه دي شامل، که څه هم د دې هڅو پايلې په دوی پورې هم اړه لري.
په یاد راپور کې په داسې حال کې ویل شوي چې د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د تعامل په لټه کی دي چې تېره ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمي د یوولس هېوادونو د سفیرانو او ځانګړو استازو په ګډون د «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» تر عنوان لاندې غونډه وشوه.
طالبانو تر اوسه د کړکېچ نړېوالې ډلې د راپور په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 10