برېتانیا مېشتي افغان سوکوهونکي قیس خادمي ته د سوکوهنې په نړۍوالو سیالیو کې د سوېلي افریقا جکسون چاواک ماته ورکړه او ویې نه شو کولای د «ایبياو» نړېوال سازمان اتلولۍ کمربند وګټي.
د دغو دوو نامتو ورزشکارانو یاده سیالي تېره شپه د برېتانیا د پلازمېنې لندن ښار په یورکهال سالون کې د ۵۰.۸ کیلوګرامه وزن کې ترسره شوه.
یادو دوو ورزشکارانو په ۱۲ پړاوونو کې له یو بل سره سیالي وکړه او په پای کې چاواک د امتیاز په توپیر سره سیالي وګټله او کمربند یې ترلاسه کړ.
دا د سوکوهنې په نړۍوالو سیالیو کې د قیس خادمي ۱۳مه لوبه وه.
هغه په خپلو تېرو ۱۲ سیالیو کې ۹ بریاوې ترلاسه کړې او یوه ماتې خوړلې او دوه نورې سیالۍ يې مساوي پای ته رسولې دي.
څه موده مخکې قیس خادمي خپل تانزانیايي سیال ته ماته ورکړې او د سوکوهنې په نړۍوال سازمان (IBO) کې یې د خپلې اتلولۍ له کمربنده دفاع کړې وه.
Views: 6