د افغانستان د اشي هاراکاراتې ملي لوبډلې د ایران په کوربهتوب د اورا اسیا نړېوالو سیالیو کې د ۱۸ مډالونو په کټلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.
د اورا اسیا نړېوالو سیالیو څلورم پړاو د روانې سلواغې میاشتې په درېیمه نېټه د ۱۲ هېوادونو ترمنځ د «سوپر ساباکی» په برخه کې د ایران په تهران ښار کې پیل شوی و چې پرون پای ته ورسېد.
د افغانستان د اشي هاراکاراتې فدراسیون سکرټر جنرال عبدالمتین فردوس وویل چې په دغو سیالیو کې له هېواده ۱۳ ورزشکارانو، یو ریفري او یوه روزونکي برخه اخیستې وه.
هغه دا هم وویل چې په دې سیالیو کې په ایران کې مېشت د افغان کډوالو د اشي هاراکارتې ۱۲ لوبغاړو هم برخه اخیستې وه چې په ټوله کې افغان لوبغاړو نهه د سرو زرو، څلور د نقرې او پنځه د برنزو مډالونو په ګټلو سره په دې سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.
د فردوس د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغانستان، ایران، پاکستان، هندوستان، ازبکستان، ترکیه، المان، سوریه، عراق، تاجکستان، ګرجستان او د اذربایجان هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
دغه راز په دې سیالیو کې ایران لومړۍ، افغانستان دویم او پاکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.
Views: 8