د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته چې ویلی یې دي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی، افغانانو کلک غبرګون ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، جنرال منیر دا څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي او خصوصي پوهنتونو یو شمېر محصلانو ته په یوه غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه مهم دی او هغه کسان به تعقیبوي چې د ده په خبره، د دوی پر اولادونو بریدونه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان په بلوچستان کې د نا امنیو ترشا لاس لرلی او د ده په خبره دې دغه ګاونډي د پاکستان پر وړاندې هیڅکله هم د دوستۍ نښه نه ده ښودلې.
نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان د شاوخوا پنځو لسیزو جګړو په اړه اکثره افغانان په دې باور دي چې پاکستان په کې مهم رول لوبولی دی.
د پاکستان د پوځ جنرال عاصم منیر همدارنګه ویلي، کله چې پاکستان خپلواک شو، افغانستان یوازېنی هېواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړ.
د نوموړي څرګندونو ته عامو افغانانو او د پخواني جمهوري دولت یو شمېر چارواکو کلک غبرګون ښودلی دی.
د تېر حکومت والي محمد حلیم فدایي په دې اړه په یوه اوږده لیکنه کې وایي: “ډېری اوس کوشش کوي چې د پاکستاني جنرال عاصم منیر خبرې رد یا توجیه کړي. دا کومه نوې او حیرانوونکې خبر نه ده. اساسي پوښتنه دا ده چې موږ افغانانو ته د افغانانو ژوند څومره اهمیت لري؟ څومره نیابتي ډلګیو د افغانانو ژوند د پاکستان له دفاع قربان کړ؟ “
هغه زیاته کړې: “د تدبېر لپاره لرلید ته اړتیا ده او هغه دا دی چې «تر هرڅه لومړی افغانستان» دی، بیا موږ له نړۍ او نورو انسانانو سره مخته تلای شو او ورسره سیال کېدای شو. حد اقل همدا خبر خو له پاکستاني جنرالانو زده کړو. ولي یوازې د اسلام په نوم د افغان وژنې، انتحار، انفجار او افغانستان ورانولې درس ترې زده کوو. راځئ د دویم کور «پاکستان» غم پرېږدئ، دا اول کور «افغانستان» جوړ کړئ. “
فدایي وړاندې لیکلي، نن چې پاکستاني جنرالان بلوسېږې، افغانانو ته توهین کوي، دا فرصت موږ ورکړی دی. راځئ «د افغانستان لومړی دی» پر محور راټول شئ.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس جنرال رحمت الله نبیل هم په دې اړه غبرګون ښودلی، هغه پر اېکس شبکې لیکلي، د افغانستان په اړه د جنرال عاصم منیر خبرې نوې نه دي او یوازې د وینا په حد کی هم نه دي؛ بلکې دا د افغانستان په اړه د پاکستان اوږده پالیسي ښيي.
هغه زیاته کړې، پاکستان تل د تاریخي دښمن په توګه د افغانستان د حکومتونو او ټولنی د بې ثباته کولو هڅې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري بیا ویلي: “د جنرال عاصم منیر له قوله د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان څخه معتبره دی! سمه خبره خو دا ده چې وویل شي: “د ټولو بلوچو او پښتنو څخه د یوه پنجابي ژوند معتبره دی؛ در پاکستان بلوچ، پشتون و سندی جای ندارد. “
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې، اسلام اباد لپاره پخوانی افغان ډيپلماټ زردشت شمس وايي، چې پاکستان د هند له سیالۍ لوېدلی او اوس يې له افغانستان سره سیالي او دښمني پیل کړې ده.
د شمش په وینا، پاکستاني مشرانو د افغانستان په اړه هېڅ کله حقیقت نه دی ویلی، خو په لومړي ځل يې چې نن رښتیا وویل، هغه د افغانستان «دښمن » ګڼل وو.
دغه پخواني افغان ډيپلماټ ټینګار کړی چې د پاکستان د پوځ مشرانو ته يې ولس هېڅ ارزښت نه لري، که ولس يې ورته مهم وای، د ازادۍ او جمهوري حقونه به يې ترې نه اخېستل.
دیني عالم او د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ د پاکستان د پوځ لوی درستیز هغه څرګندونې، چې ویلي يې دي افغانستان یې همېشنی دښمن دی، غندلي.
اندړ پر خپله اېکس پاڼه منیر ته پېغور ورکړی، چې عافیه صدیقي مو امریکا ته تسلیم کړه.
ده زیاته کړې: “د عاصم منیر خبره نوې نه ده، بلکې دا د پاکستان ستراتیژي ده، چې تر یوه پاکستاني ټول افغانستان قربانوي.»
ټولنیز او سیاسي فعال فضل ربي شینواري پر اېکس شبکې لیکلي، چې جنرال عاصم منیر د افغانستان له ځوان قشر کرکه لري، ځکه وروستیو لسیزو کې د وطن په ګوټ – ګوټ کې داسې روحیه خوره شوې، چې که پاکستان ۱۰ لیسزې هم هڅې وکړي، د افغانانو ذهنونه به له دغې مقدسې روحیې چاڼ نه شي کړای.
د هغه په وینا، په افغانانو کې د پاکستان ضد روحیه یوازې عاصم منیر نه، بلکې ټول پنجابي جنرالان کړوي.
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه خبرې د «کنځلو » حیثیت لري او د هر څه تمه ترې کېدای شي، ځکه پاکستاني جنرالان د جګړو پر مخ وړلو سیمه ییز قرار دادیان دي.
خټک زیاته کړې، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د غربیانو په غوښتنه افغانستان سره دښمني کړې او د جهاد اعلان يې کړی دی.
د هغه په وینا، په سیمه کې د ترهګرۍ ضد نوې جګړه پیلېږي او دغه ماموریت د داعش او ټي ټي پي په وجود کې ترسره کېږي.
دغه پښتون سیاستوال څرګنده کړې، پاکستاني جنرالانو هېڅکله د خپل هېواد اساسي قانون ته غاړه نه ده ایښې او تل یې هغه کار کړی چې زړه یې غوښتي دي.
Views: 99