د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۵۴۰۰ کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۴۱۰ کسان کېږي، د تېرې مرغومي میاشتې له ۲۸مې څخه د روانې سلواغې تر څلورمې پورې له پاکستانه او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکسپاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۸۳۸ کسان چې ۳۲۵ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري ډول راستانه شوي دي.
همدارنګه د يادو کسانو له ډلې شاوخوا ۹۰ کسان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه راز په یاده موده کې له ایرانه ۳۵۷۲ کسان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې په خپله خوښه او جبري ډول راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې مخکې د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM) ویلي وو چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
Views: 7