د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګلین مکسوېل روغتیایي وضعیت په یوه کنسرت کې د شرابو څښلو له امله خراب شوی او د دغه هېواد کرکټ بورډ ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.
ګلین مکسوېل د نړېوال کپ په ۳۹مه سیالۍ کې د افغانستان او اسټرالیا لوبه کې په ۱۲۸ بالونو ۲۰۱ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو. اسټرالیا په دې لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د نړېوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د فريپرس ژورنال په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی چې مکسوېل د جمعې په ماښام په یوه کنسرت کې شراب څښلي او بیا «رایل اډیلیډ» روغتون ته وړل شوی و.
راپور کې راغلي چې هغه د شپې په روغتون کې نه دی پاتې شوی او د ډاکټر له درملنې وروسته بېرته رخصت شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسټرالیا کرکټ بورډ تایید کړې چې د کنسرټ پر مهال د مکسوېل له پېښې خبر شوي او پرېکړه یې کړې چې په دې اړه څېړنې پیل کړي.
Views: 14