له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړېوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه نیوزیلینډ ته بایلوده.
د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د نړېوال جام سیالۍ په سویلي افریقا کې روانې دي.
افغانستان خپله دویمه لوبه د سلواغې په ۳مه، نېټه له نیوزیلینډ سره ترسره کړه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبغاړي یو ځل بیا د تېر په څېر ونه ځلېدل او ټوله لوبډله په ۲۲ اوور کې په ۹۱ منډو وسوخېدله او نیوزیلینډ ته یې د ۹۲ منډو هدف ورکړ.
د نیوزیلینډ شپږ لوبغاړي هم په پنځوسو سوځیدلي وو او امکان وو، چې افغانستان دا لوبه وګټي، خو په وروستۍ ویکټه یې دا هدف ترلاسه او لوبه یې په یوه وېکټه وګټله.
تر دې مخکې به نړېوال جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه.
Views: 24