د راپورونو له مخې، د امریکا په بېلا بېلو ایالتونو کې د سړې هوا او واورو له امله په بېلا بېلو پېښو کې شاوخوا ۹۵ کسان مړه شوي دي.
امریکایي رسنۍ (ای بي سي) د سلواغې په ۲مه، خبر ورکړی چې دا پېښې ډېری په شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
دغې رسنۍ د یو شمېر ایالتونو د پولیسو او روغتیایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دغو سیمو کې د سړې هوا یوه سخته چپه راغلې وه چې ورسره په سیمو کې ډېرې واورې هم شوې دي.
د امریکا په ټینسي ایالت کې د پولیسو یو مشر ویلي، چې یواځې په دغه ایالت کې د سړې هوا او واورو له امله ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
دغه راز په اوریګون، الینوس، پینسلوانیا، میسیسیپي، واشنګټن، کینټاکي، ویسکانسون، نیویارک او نیوجرسي ایالتونو کې هم ورته پېښې شوې او خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 18