د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته، د پاکستان له هوایي حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ اکسپرس ټریبیون تېره ورځ خبر خپور کړی چې وړمه ورځ د پاکستان له هوایي حریمه یوازې ۴۵۰ الوتکې تېرې شوې؛ په داسې حال کې چې پخوا به د دغه هېواد له حریمه شاوخوا ۷۵۰ الوتکې تېرېدې.
سرچینې د یادو الوتنو د کمښت لامل د ایران او پاکستان پر یو او بل وروستني بریدونه یاد کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د هرې الوتنې په سر د پاکستان حکومت فیسونه ترلاسه کوي چې په هغه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
سرچینې د پاکستان د هوايي چلند مسوولینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد په هیڅ لوري د الوتنو کوم بندیز نه دی لګولی.
د یادونې ده، ایراني چارواکو د تېرې سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د پاکستان په پنجګور ولسوالۍ کې یې د جیشالعدل ډلې د کسانو پر یوه کمپ هوايي برید کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان په کې وژل شوي دي.
ورته وخت کې پاکستاني رسینو هم خبر ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د ایران د برید غچ اخیستی او په سراوان سیمه کې یې د پاکستان د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکې ډلې (بياېلای) پر مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.
Views: 12