د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو په ترڅ کې پاکستان افغانستان ته، انګلستان سکاټلینډ ته او هند بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو په ګډون دا سیالۍ د مرغومي په ۱۹مه، په سویلي افریقا کې پیل شوې دي.
ددې سیالیو په دویمه ورځ درې لوبې ترسره شوه، په یوه لوبه کې پاکستان افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.
پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۴ منډې جوړې کړې. خو د افغانستان لوبډله یواځې په ۱۰۳ منډو وسوځېدله او دغه راز پاکستان دا لوبه د ۱۸۱ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
بله لوبه د هند او بنګله دېش ترمنځ وشوه، هند لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۵۱ منډې جوړې کړې خو دبنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۶۷ منډو وسوځېدله او دغه راز هند دا لوبه د ۸۴ منډو په توپیر سره وګټله.
درېیمه لوبه د انګلستان او سکاټلینډ ترمنځ ترسره شوه، په دې لوبه کې سکاټلینډ ۱۷۴منډې جوړې کړې، د انګلستان لوبډلې یاد هدف ددرېیو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
Views: 15