د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په سویلي افریقا پیل شوې، چې په کې د ۱۶ هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.
د کرکټ نړېوالې شورا د مرغومي په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، په الف ګروپ کې ایرلینډ، امریکا، بنګله دېش او هند، په ب ګروپ کې سکاټلینډ، انګلستان، سویلي افریقا او ویسټ انډیز، په سي ګروپ کې استرالیا، نمیبیا، زمبابوې او سریلانکا او په ډي ګروپ کې افغانستان پاکستان، نیوزیلینډ او د نیپال لوبډله شامله ده.
دا سیالۍ چې نن پیل شوې، له د رېیو اوونیو وروسته د راتلونکې فرورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه پای ته رسېږي.
ددې سیالیو په لومړۍ ورځ نن ایرلینډ امریکا ته او کوربه سویلي افریقا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا شنبه له پاکستان سره کوي.
Views: 13