د راپورونو له مخې، د ایران سیستان بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې نن سهار وخته د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، ویل کېږي چې پاکستان هلته د بلوڅ وسلهوالو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
په ټولنیزه شبکه اېکس کې د مرغومي په ۲۸مه یو شمېر رسنیو او پاکستاني خبریالانو لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د ایران د برید غچ اخیستی او په سراوان سیمه کې یې د پاکستان د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکې ډلې (بياېلای) پر مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دی.
د ایران رسمي دولتي اژانس (ایرنا) څو شېبې مخکې پر اېکس شبکې لیکلي چې په سراوان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او په دې اړه به نور جزئیات وروسته خپاره کړي.
بلخوا د پاکستان مشهورو ژورنالستانو کامرانخان او طاهرخان د امنیتي سرچینو په حواله پر اېکس شبکه لیکلي چې پاکستان په سراوان کې د بلوڅانو پر مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.
تر اوسه د پاکستان او ایران حکومتونو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او په دې اړه به نور جزئیات وروسته خپاره شي.
Views: 14