ایران ویلي چې پر سراوان سیمې د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه “بهرني” وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د مرغومي په ۱۸مه، د پنجشنبې په ورځ سهار وخته په ایران کې د بلوڅ وسله والو چې په پاکستان کې یې په ډېرو بریدونو کې لاس درلودل، بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی دغه بریدونه د بې پیلوټه الوتکو له لارې، توغندویو او نورو وسلو په وسیله کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بریدونو کې د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې ډلې مرکزونه په بریالیتوب سره په نښه شوي دوی خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.
خو د پاکستان پوځ برید په دې برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا ایراني رسنیو د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان په بریدونو کې لس کسان وژل شوي، چې ټول پاکستاني وګړي دي.
د ایران تسنیم خبري رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې دا بریدونه د سیستان بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې پر ملکي خلکو شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې لس کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان او بهرني وګړي (پاکستانیان) دي.
پاکستان وروسته له هغه دا بریدونه وکړل چې ایران د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګهور سیمه کې د جیش العدل په نامه وسله والې ډلې پر مرکزونه بریدونه کړي وو.
ایران دغې ډلې ته ترهګره ډله وایي او ادعا کوي چې د ایران په داخل کې په ډېرو بریدونو کې لاس لری، ایران نه دي ویلي چې په دې بریدونو کې څوکسان وژل شوي، خو پاکستان ویلي چې د ایران په بریدونو کې درې ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان
Views: 15