هندوستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه لوبه کې تر دوه ځلې مساوي کېدو او له یوې په زړه پورې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د مرغومي په ۲۷مه، د شپې ناوخته د هند په بنګلورو ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان په لوبډله کې داځل لوبغاړي بدل شوي وو، د فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدراڼ پر ځای فرید ملک، شرف الدین اشرف او سلیم ساپی ته چانس ورکړل شوی و.
فرید ملک چې په دې سیریز کې د لومړي ځل لپاره چانس ورکړل شوی و، وکولی شول چې د ویرات کوهي په ګډون د هند درې مهم لوبغاړي وسوځوي. د هندوستان څلور مهم لوبغاړي په ۲۴ منډو وسوځیدلي وو، خو لوبډلمشر روهیت شرما او رینکو سینګ په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې تر ۲۱۲ پورې ورسولې.
شرما سلیزهه او رینکو پنځوسیزه ووهله او دواړه ونه سوځیدل.
د افغانستان لوبغاړو ډېره ښه لوبه پیل کړه، لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د ۹۳ منډو ملګرتیا وکړه او دواړه تر پنځوسیزو جوړولو وروسته وسوځیدل، ورپسې عظمت عمرزی، کریم جنت او نجیب ځدراڼ هم ژر وسوځېدل.
خو ګلبدین نایب ډېره تېزه لوبه وکړه او په ۲۱ توپونو یې پنځوسیزه ووهله. دغه راز محمد نبي په ۱۶ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې او د افغانستان منډې یې له هند سره مساوي کړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
په لومړي سوپر کې افغانستان هند د ۱۷ منډو هدف ورکړ چې هند برابر کړ او لوبه دویم سوپر اوور ته ولاړه، په دویم سوپر کې هند افغانستان ته د ۱۱ منډو هدف ورکړ، خو د افغانستان دوه لوبغاړي په لومړيو دوو توپونو وسوځېدل او دغه راز هند دا لوبه هم وګټله.
دغې بریا سره هند د درېیو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
Views: 14