د افغانستان ويلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسيايي او اوقيانوسيه سيالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه او څلورمه بریا یې هم خپله کړه.
دغه سیالۍ د ټایلنډ په بنکاک ښار کې روانې دي.
د افغانستان د ویلچر باسکټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۵۷ – ۵۱ نومرو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې په یادو سیالیو کې له دې مخکې د نیوزیلنډ، سعودي او فیلیپین لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.
په دغو سیالیو کې افغانستان د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فیلیپین او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
Views: 21