د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې په کابل کې د یوې پایلې چایو څښل پاکستانیانو ته ډېره ګرانه تمامه شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې د مرغومي په ۲۶مه، د پاکستان د پارلماني ټاکنو د کمپاین پر مهال یوې ټاکنیزې غونډې ته کړې دي.
هغه چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې د پاکستان لومړي وزارت ته د پیپل ګوند له خوا کاندید هم دی، یادې غونډې ته وویل : “ موږ پر دې فکر نه و کړی، چې په کابل کې د یوې پیالې چای څښل به پاکستان ته څومره ګرانه تمامه شي. “
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست په ۱۵مه، په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په دویمه ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې (اې اې ای) د هغه مهال مشر جنرال فیض حمید کابل ته د سفر پر مهال په سرینا هوټل کې د چایو د پایلې عکس یې خپور شوی و.
د چایو پایله په پاکستان کې هغه مهال مشهوره شوه، چې پاکستانیو ځواکونو په خپله خاوره د هندوستان یوه جنګي الوتکه وغورځوله او پیلوټ یې ژوندی ونیولو، پاکستانیو ځواکونو هندي پیلوټ ته د شودو چایو یوه پایله ورکړه او هغه د پاکستان د چایو صفت کاوه.
د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او نظامي پالیسو د نیوکې پر مهال وویل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولی تر افغانستانه پورې د دې خرابو تګلارو بدې پایلې پر عام ولس غورځېږي.
د هغه په وینا، چارواکي او واکمنان په دې فکر کې نه دي، چې د دوی د ناسمو پرېکړو له امله پر عامو خلکو څومره ناوړه اغیزې کېږي.
ده زیاته کړه، چې د پاکستان به تاریخ کې دومره ستر اقتصادي بحران نه و راغلی او په ټولنه کې د نفرت سیاست پراخه شوی دی.
بلاول بوټو زرداري وویل چې په خپله د پاکستان دولت ترهګرو ته د بېرته راتګ زمینه برابره کړه او هغوی یې یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای کړل.
هغه زیاته کړه، کومې وسلې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد کارول کېدل اوس هماغه وسلې د پاکستانیو طالبانو سره دي.
Views: 51