غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې ښځې د خلکو له ناسم چلند او درملنې له لړۍ شکایت لري

نسرین سیدی
جنوري 14, 2024

غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې یو شمېر ښځې وايي چې له دوی سره د ډېری خلکو چلند سم نه دی؛ سپکاوی ورته کېږي او ځینو مواردو کې ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.

۳۸ کلنه لطیفه چې له خپل خاوند او دوو ماشومانو سره د فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې په یوه کور کې ژوند کوي، وايي چې د خراب اقتصادي وضعیت سربیره له ډېرو ټولنیزو ستونزه سره مخ ده.

هغې چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدې شوې وویل چې خاوند یې پر نشه‌يي توکو روږدی و، هغه او کوچنی ماشوم یې هم پرې روږدې شول.

لطیفې زیاته کړه: «خاوند مې لس کاله مخکې ایران ته لاړ او کله چې بېرته راستون شو روږدی و، روږدي ملګري یې پیدا کړل او بالاخره زه او زما دوه وړې لوڼې یې هم پر دغه عمل روږدې کړو، خاوند مې په کور کې له خپلو ملګرو سره نشه‌يي توکي څکول، موږ به هم وو او پر دې ناروغۍ اخته شوو.»

هغه زیاتوي، له هغه مهاله چې پر دغه عمل اخته شوې، له ډېرو ستونزه سره مخ شوې او د بې‌وزلۍ او نادارۍ ترڅنګ له فزیکي تاوتریخوالي او دغه راز د خلکو له لوري سپکاوي سره مخ ده.

هغې وویل: «ډېری خلک په ځانګړې توګه ماشومان ما او ماشومان مې په تېږو او لرګیو وهي، د خلکو دروازو ته ورځو، ډوډۍ نه راکوي، وايي چې تاسو روږدو ته ډوډۍ ورکول ښه نه دي. موږ ته ښکنځلې کوي، ډېر ځوریږو، احساس کوو چې ټولنه له موږ بد وړي، خو چاره نه لرو.»

یاده روږدې ښځه زیاتوي، په وار وار یې هڅه کړې چې دغه عمل پرېږدي، خو د نشه‌يي توکو شتون او هغو ته د لاسرسي له امله پر دغه کار نه ده بریالۍ شوې.

هغه زیاتوي، خاوند او د خاوند ملګري یې دې او ماشومانو ته یې نشه‌يي توکي ورکوي.

نوموړې دغه راز وايي چې روږدو ښځو لپاره د ځانګړي روغتون نه شتون له امله نشې کولای له دې ناروغۍ خلاصه شي او تر اوسه د هیڅ بنسټ له لوري د هغوی د ژوند وضعیت ته او دا چې دوی دغه عمل پرېږدي هیڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.

هغه اوس نه پوهېږي چې د دې او د ماشومانو برخلیک به یې څه وي، یوازینۍ هیله یې دا ده چې ماشومان یې روغ شي.

یوازې لطیفه او ماشومان یې نه دي چې له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي او سخت ژوند تیروي، بلکه لسګونه نورې ښځې هم شته چې له داسې تریخ برخلیک سره مخ دي.

۲۹ کلنه راضیه، یوه بله له هغو مېرمنو ده چې له شپږو کلونو راهیسې د خپل خاوند د روږدي کېدو له امله پر نشه‌يي توکو روږدې ده.

راضیې خپله کیسه دا ډول بیان کړه: «خاوند مې اته کاله مخکې د ښیښې په نوم پر نشه‌یي توکو اخته شو، لومړیو کې نه پوهېدم، ډېری شپې به کور ته نه راته، شپږ کاله مخکې یوه شپه له دوه نورو نارینه‌وو سره کور ته راغی، موږ یوه خونه او دلیز درلود، هغوی خونه کې د ښېښې پر څکلو پیل وکړ او ټول کور لوګي ونیوه، هڅه مې وکړه چې له کوره یې وشړم، خو خاوند مې راباندې غوسه شو، زه یې ووهلم او هغوی مې ونشو ایستلای، هوا سړه وه او دغه کار څو نورې شپې هم تکرار شو چې پایله کې زه هم پر دې ناروغۍ اخته شوم او له هغوی سره مې همدا نشه‌يي توکو څکول.»

هغه دغه راز وايي، پر نشه‌یي توکو له اخته کېدو وروسته د ګاونډیانو او نورو خلکو له لورې ورټل شول.

راضیه او خاونده یې داسې مهال پر نشه‌یي توکو اخته شوي چې زوی یې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له امله ایران ته تللی دی.

راضیه زیاتوي: «زوی مې ۱۴ کلن دی، د غریبۍ له امله ایران ته تللی، زوی مې د خپل پلار له روږدي کېدو خبر و او زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب و، زوی مې ایران ته لاړ، څلور کاله کېږي چې ترې خبر نه لرو.»

راضیه هیله څرګندوي چې زوی یې پر نه وي روږدی شوی او نه غواړي چې خپل زوی په داسې حال کې وویني.

هغه هیله لري چې دغه عمل پریږدي، خو نشه‌یي توکو ته د اسانه لاسرسي او د درملنې ځانګري ځای نشتون له امله له دغه درده خلاصون نه لري.

راضیه دغه راز وايي چې د روږدو درملنې روغتون ډاکټرانو څو ځله په کور کې د دې درملنه کړې، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.

هغه اوس غواړي چې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې مشخص مرکز جوړ شي څو د دوی وضعیت ته سمه رسېدنه وشي.

بې‌وزلي، بې‌کاري او د نشه‌توکو زیانونو په اړه د کورنیو نه خبرتیا د دې لامل شوي څو یو ‎شمېر نارینه، ښځې او ماشومان پر دغو توکو اخته شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، غور ولایت کې څه باندې ۳۰۰ پر نشه‌یي توکو روږدې ښځې شتون لري چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې د ۲۰ بستره روغتون ټیم یادو ښځو ته درمل ورکوي.

بلخوا، د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وايي چې د هېواد مرکزي چارواکو ته یې دغه ولایت کې د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ظرفیت لوړولو وړاندیزونه کړي او هڅه کېږي څو د بسترونو د شمېر پر ډېرېدو سربېره دغه روغتون کې د روږدو ښځو د درملنې زمینه هم برابره شي.

نوموړي وویل: «موږ وړاندیز کړی او هڅه کوو څو نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت د اعتیاد پرېښودو ۲۰ بستریز روغتون د بسترونو شمېر لږ تر لږه ۵۰ بسترو ته ورسوو څو د روږدو ښځو درملنه هم وکولی شو.»

د غور د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې اوسمهال پر نشه‌یي توکو د روږدو ښځو درملنه د دغه ولایت د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ټیمونو له لورې په کورنو کې ترسره کېږي چې بسنه نه کوي.

 

Views: 14

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi