د بهر مېشتو ځوانانو د نړېوالې شورا لخوا د ځوانانو په نړېوال کنفرانس کې له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ځوانانو ستونزې هوارې او ورته د کار زمینه برابره کړي.
دغه نړېوال کنفرانس چې د بهر مېشتو ځوانانو د نړېوالې شورا د ځوانانو د کمېسیون لخوا د زوم له لارې د شنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۵مه) په ان لاین بڼه جوړ شوی و، په کې لسګونو ځوانانو د ځوانانو او فعالانو برخه اخیستې وه. نصیر کمال او عابده بابکرخېل د یاد کنفرانس وياندویان و.
د دغه کفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په هېواد کې دجمهوریت د پرځېدو او د امارت واکمنۍ سره، د ټولو ټوپکمارو، فاسدو چارواکو او د هېواد ملي يووالي دښمنانو دوران پای ته ورسید. جګړه او ورور وژنه ودرېده او اکثريت هېوادوالو ته د سوليز ژوند لاره برابره شوه.
سرچینې زیاته کړې، خو د دې ترڅنګ هېواد او هېوادوال له نويو ننګونو او د پخوانيو ستونزو له دوام سره مخامخ دي. هېواد د اقتصادي او مالي بندیزونو او تر ډېرې کچې سياسي تجرید ورځ تر بلې زیات شوی؛ هېواد وال له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو او بیکارۍ رنځ وړي. د مدني او سياسي فعاليتونو بر خليک تر پوښتنې لاندې دی او پر نجونو او ښځو د زده کړې او کار محدوديتونه لا تر اوسه دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي، له بده مرغه د طالبانو او نړيوالې ټولنې تر منځ د غوښتنو او دريځنونو تر منځ د همغږۍ نشتوالي په پایله کې د رامنځته شوي د سياسي او اقتصادي بنبست دورند پېتی تر ډېره کچه د هېوادوالو او په ځانګړي توګه د ځوانانو پر اوږو دی او له سترو ننګونو سره مخ دي، دا چې ځوانان په یوه ټولنه کې د ملا د تېر حیثیت لري؛ نو په کار ده، چې پوره پاملرنه ورته وشي او له انرژۍ یې سالمه ګټه پورته شي؛ ترڅو د هېواد د هراړخیزې پرمختیا او پراختیا سبب شي.
په اعلامیه کې راغلي ځوانانو نړۍ وال کنفرانس په همدې موخه دایر شوی، چې د هېواد دنننه او دباندې د افغان ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي، خپلو مسؤلیتونو او لومړیتبونو ته یې ځېر کړي، د زده کړو په برخه کې له داخلي او خارجي فرصتونو سالمې ګټې اخیستنې ته وهڅول شي او د هېواد په علمي او اقتصادي ودې او په ځان بساینه کې مثبته انرژي وکاروي.
د ځوانانو د نړۍ وال کنفرانس لخوا په د خپره شوې پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، د ځوانانو نړۍ وال کنفرانس غړي پر سرپرست حکومت غږ کوي؛ ترڅو په کور دننه د ځوانانو د روانو ستونزو د حل لپاره او هم د زده کړې او علمي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي؛ همدا راز د هېواد څخه بهر کډوالو د ګڼ شمېرننګونو او مشکلاتو د حل لپاره د امکان په صورت کې تسهیلات برابر کړي.
په پرېکړه لیک کې زیاته شوې، کار باید اهل کار ته وسپارل شي او په اړوند برخو کې د ځوانانو له وړتیاو او استعدادونو ګټه پورته شي.
سرچینې ویلي، دا چې ښځې د یوې ټولنې نیم نفوس تشکیلوي او د جمهوریت له منځه تلو سره دا برخه پوره له پامه غورځول شوي؛ نو د ځوانانو نړۍ وال کنفرانس برخوال په طالب چارواکو غږ کوي ترڅو ښځینه وو په وړاندې د زده کړو او د کار محدوديتونه لرې شي.
د پرېکړه لیک له مخې، افغان ځوانان په نړۍ والو مرستندوي ادارو غږ کوي؛ ترڅو د افغانستان وګړو سره د سوکاله او هوسا ژوند په برابرولو کې هر اړخېزې مرستې وکړي.
د ځوانانو نړېوال کنفرانس په پرېکړه کې زیاته شوې، ځوانان باید لومړی خپل ځانونه په علمي ګاڼه سمبال کړي او بیا د ټولنې نورو وګړو ته د علمي پرمختیا او پراختیا زمینه برابره کړي، ځوانان باید لومړی خپل ځانونه او بیا خپله ټولنه د قومي، مذهبي او ژبنیز تعصب څخه وژغوري او د شته هر اړخیز تعصب پر وړاندې جدي مبارزه وکړي؛ ترڅو یوه سالمه ټولنه رامنځته شي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، د ځوانانو نړۍ وال کنفرانس پر سرپرست حکومت غږ کوي؛ ترڅو اسلامي ملي او فرهنګې ارزښتونو ته په پام سره د رسنیو او بیان ازادۍ کلکه پلوي وکړي او په دې برخه کې د تېرو دوه لسیزو مثبتې لاسته راوړنې وساتي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان خلک او ولس له جنګ ستړی شوی او له اوږدې مودې راهیسې یې د جنګ مالي او ځاني زیان لیدلی. د ځوانانو نړۍ وال کنفرانس برخه وال د هېواد په داخل او خارج کې پر هغو ټولو ډلو او ټپلو غږ کوي چې د جګړې مړ شوي اور ته لمن و نه وهي او هېواد د یوې بلې نیابتي جګړې له ګواښ سره مخامخ نه کړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي: «د اسلامي امارت چارواکو، د افغانستان د ننه او بهر ملي سياسي ډلو، علمي، ټولنیز او مدني فعال شخصيتونو څخه غوښتنه کوو چې د يوې سراسري تفاهم او ملي اجماع په چوکاټ کې او د ملي ګټو په محور کې د افغانستان سياسي او اقتصادي ستونزو د حل او د افغانانو د سوکالۍ لارې چارې ولټوي.»
د ځوانانو نړېوال کنفرانس په ًپرېکړه لیک کې له ملګروملتونو، نورو نړيوالو سازمانو او اروپايي ټولنې په کلکه غوښتنه شوې؛ تر څو د ولس د ارادې تمثیل ته زمینه برابره کړي، له جګړه مارو پلوي او بن کانفرانس تکرار هېواد او ولس له بلې خونړۍ غميزې سره مخامخ کوي. افغان ولس د ګاونډيو هېوادونو په کړغېړن نيت ښه پوهېدلی. همدا راز د امريکا متحده ايالاتو اداره دې له افغانانو سره خپل د سياست صادقت ثابت کړي.
دغه راز د ځوانانو نړېوال کنفرانس ګډونوال د هېواد په داخل او خارج کې د افغان ځوانانو پر ټولنو او بنسټونو غږ کوي؛ ترڅو د اړیکو يو واحد مرکز رامنځته کړي، يو بل ته لاس ورکړي، اړتياوې او اسانتياوې له يو بل سره سره شريک کړي او د يو سراسري پلاتفورم په بڼه په ملي او نړېوالو مسایلو کې یو غږ واوسي
Views: 24