په داسې حال کې چې نړېوال جام ته څو ورځې پاتې دي، د سویلي افریقا کرکټ ادارې د ۱۹ کلنو لوبډلمشر د اسراییل د ملاتړ له امله له دندې لرې کړی دی.
د کرکټ مشهورې وېب پاڼې (کرېک انفو) د مرغومي په ۲۲مه، خبر ورکړی چې د سویلي افریقا ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ ټیګر د دې له امله د لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه کېنول شوی، چې تازه یې د اسرایلو پر ملاتړ اېکس پیغام خپور کړی او موده وړاندې یې خپله یوه ګټلې جایزه اسرایلي سرتېرو ته ډالې کړې وه.
د سویلي افریقا کرکټ ادارې ویلي چې دا پرېکړه یې د لوبغاړو ترمنځ د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه کړی، خو لوبډلشمر ډېوېډ ټیګر به د یوه عادي لوبغاړي په توګه په لوبډله کې شامل وي.
ټاکل شوې ده، چې د ۱۹ کلنو لوبډلو کرکټ نړېوال جام سایلۍ راتلونکې اونۍ د جنورۍ په ۱۹مه، په سویلي افریقا کې پیلېږي.
سویلي افریقا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فلسطینیانو پر وړاندې داسراییلي پوځ ظلمونه غندي او تازه یې د عدالت نړېوالې محکمه کې هم د اسرایلو پر وړاندې قضیه کې مهم رول ادا کړی.
د فلسطین په غزه کې د اسرایلي ځواکونو لخوا له تېرو څه د پاسه درېیو میاشتو راهیسې روان دي په دې بریدونو کې تر اوسه نږدې ۲۴ زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 15