د راپورونو له مخې، امریکا او بریتانیا د جمعې په ورځ سهار وخته په یمن کې د حوثي وسله والو پر بېلا بېلو مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
د امریکا وسله والو ځواکونو د مرغومي په ۲۳مه، اعلان وکړ، چې د ولسمشر بایډن تر اجازې وروسته یې په یمن کې د حوثیانو یو شمېر هدفونه یې ویشتي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ځواکونو يې په سره بحیره کې د خپلو بیړیو دا بریدونه کړي او د هوایي بریدونو ترڅنګ توغندي یې هم توغولي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دا بریدونه په سره سمندر کې له نومبر راهیسې پر بېړیو د حوثي غورځنګ بریدونو ته چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، غبرګون دی.
ولسمشر جو بایډن ويلي چې نیدرلنډ، اسټرالیا، کاناډا او بحرین د عملیاتو ملاتړ په توګه په دې لړ کې مرسته کړې ده.
بلخوا حوثیانو ویلي، دغه بریدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي.
دوی زیاته کړې چې د تېرې شپې په بریدونو کې یې پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د حوثیانو د پوځ ویاند وايي، ټولټال ۷۳ بریدونه شوي دي.
پر یمن د تېرې شپې له بریدونه وروسته د تیلو بیې ۴ سلنه لوړې شوې دي. داسې وېره هم شته چې دغه بریدونه ښايي په منځي ختیځ کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي او له دغې سیمې د تیلو صادرات ټکني شي.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې حوثي وسله والو پر سره بحیره کې تېریدونکو پر هغو کښتیو بریدونه وکړل چې داسراییل او یا له هغوی سره یې تړاو درلود.
Views: 9