د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکا د استازو جرګې په ناسته کې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې په «سیسټماټیک» ډول له ټولنې لېرې کېږي.
هغې زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره یوازې امریکا نه، بلکې ټوله نړۍ هڅې کوي.
د راپورونو له مخې دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري د افغانستان په اړه د بایډن د حکومت د تګلارې ارزونې په ناسته کې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم د تېرې لېندۍ میاشتې په لومړیو کې افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې وه.
Views: 9