د افغانستان او هند ترمنځ د درېیو شل اوریزو نړۍوالو لوبو لړۍ نن په داسې حال کې پیلېږي چې راشد خان له دې سیالیو ایستل شوی او ویرات کوهلي هم په لومړۍ لوبه کې نه لوبېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ شل اووریزه لوبه نن پنجشنبه (د مرغومي ۲۱مه) د هند په موهالي ښار کې ترسره کېږي.
که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ له هند سره د دغو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان شامل کړی و خو اوس د کرکټ مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو خبر ورکړی چې راشد له دغو سیالیو ایستل شوی دی.
سرچینې د افغان لوبډلې د لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ له خولې لیکلي چې راشد خان د ملا له عملیاتو وروسته اوس هم د رغېدو په حالت کې دی او بشپړ نه دی روغ شوی.
په راپور کې راغلي چې د ملا عملیاتو له امله راشدخان د اسټرالیا په بیګباش او د سوېلي افریقا لیګونو کې هم ونه لوبېد.
ځدراڼ ویلي: «که څه هم راشدخان له لوبډلې سره په سفر کې ملګری دی خو لا بشپړ نه دی روغ شوی، موږ هیلهمن یو چې ډېر ژر هغه روغ او له ملي لوبډلې سره یوځای شي، موږ به یې په دغه سیریز کې ډېر یادوو.»
افغان لوبډلمشر ویلي چې له راشد خان پرته به دوی له ننګونو سره مخ وي؛ هغه پراخه تجربه لري خو دا کرکټ دی، په دې کې موږ له هر ډول حالت سره ځان برابروو.
راشد خان چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د یوه ورځني کرکټ له نړۍوال جام وروسته یې هیڅ لوبه نه ده کړې، د هغه په نشتون کې به افغان لوبډله ډېره هیله له مجیب، نبي، نور او قیس څخه ولري.
بلخوا د هند وتلي لوبغاړی ویرات کوهلي به هم له افغانستان سره لومړۍ لوبه کې نه وي.
د هند کرکټ روزونکی راهول ډراویډ وايي چې کوهلي د کومې شخصي مسئلې له کبله نه شي لوبېدای خو په دویمه او درېیمه لوبه کې به وي.
Views: 21