هند د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکولو سره ددرېیو لوبو لړۍ یې په بریا سره پیل کړه.
دا لوبه چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۲مه) په موهالي ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان توپوهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ډېر ښه پیل وکړ او په اوو اورونو کې یې ۴۵ منډې جوړې کړې، خو دواړه پرله پسې وسوځېدل، ورپسې رحمت شاه هم په درېیو منډو وسوځېد.
خو محمد نبي او عظمت عمرزي ډېره ښه ملګرتیا وکړه او د افغانستان منډې یې له سلو واړولې، د دوی دواړو تر سوځېدلو وروسته نجیب ځدراڼ او کریم جنت هم نسبتاً ښه لوبه وکړه او افغانستان وکولی شول چې په شل اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۸منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري محمد نبي ۴۲، عظمت الله عمرزی ۲۹، ګربز ۲۳ او ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او نجیب ځدراڼ ۱۹ منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري مجیب دوه او عمرزي یو لوبغاړی وسوځولو.
Views: 11