د راپورونو له مخې، په بریتانیا کې محکمې یو افغان د خپلې هغه لور د وژنې په قضیه کې مجرم پېژندلی چې د لور په توګه یې د پالنې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
د جان غلامي په نامه دغه افغان د ماشومې زهره غلامي سر له دېوال سره وهلی و. زهره غلامي د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتې پر ۲۷مه نېټه په سخت ټپي حالت کې موندل شوې وه او دوه ورځې وروسته یې د لندن په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د راپور له مخې، د بریتانیا میډسټون شاهي محکمې قضايي پلاوي ۳۳ کلن جان غلامي د رایو په اتفاق رسماً د ماشومې وژنې په جرم تورن کړ.
د نوموړي ۳۲ کلنه مېرمن رقیه غلامي د وژنې په قضیه کې بې ګناه بلل شوې، خو له ۱۶ کلنو کم عمره ماشوم سره د ظلم تور پرې لګېدلی او قضائیه پلاوی و نه توانېد د یوې ماشومې وژنې اجازې ورکړه کې یې د محکومولو پرېکړه وکړي.
غلامي هم له ۱۶ کالو کم عمره ماشوم سره د ظلم په جرم تورن شوی او د فبرورۍ پر ۱۶مه به یې سزا اعلان شي.
خو د راپور له مخې، دې جوړې بیا له جرمه انکار کړی و. د کینټ سیمې پولیسو ویلي و، غلامي ادعا کوله چې دی بازار ته په خوړو پسې تللی و، چې پېښه یې په کور کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو یوه ویندوی کس بیا د متخصصو ډاکترانو د راپورونو له مخې وویل، چې د زهره غلامي سر ځکه سخت ټپي شوی و، چې یا پر غولي ویشتل شوې او یا له دېوال سره وهل شوې وه.
د پولیسو په وینا، د معایناتو پر مهال د ماشومې په بدن کې نور زاړه ټپونه هم موندل شوي وو، چې یو یې د ککرۍ په هډوکي کې او بل هم په مټ او ولي و.
زهره یوه ”خورا ځیرکه” ماشومه بلل شوې، چې ”ډېره متجسسه” وه او غوښتل به یې چې د هر څه په اړه پوه شي.
د کینټ پولیسو تحقیقاتي افسر روس ګرډن وویل: “زهره به اوس شپږ کلنه وه، ښوونځي ته به تله او د خپل شاوخوا په اړه به یې معلومات ترلاسه کول. خو د جان د تشدد له کبله یې د ماشومتوب عمر لنډ شو، داسې څوک چې باید یې پر دې پام کړی وای. “
Views: 8