د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په لکيمروت سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د لکي مروت د پولیسو مشر طارق حبیب د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) ځایي رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کې دوه ښځې، درې سړي او نور ماشومان (نجونې او هلکان) شامل دي.
دی وايي، ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې له وژلو مخکې ورسره تاوتریخوالی هم شوی دی.
د حبیب په وینا، دا کسان دوه ورځې مخکې د لکي مروت په تختيخېلو سیمه کې په کور دننه وژل شوي او مړي یې نن موندل شوي دي.
نوموړي وویل، ښایي دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې وي؛ ځکه چې د دې کورنۍ یوه ښځه څه موده مخکې د خپل خاوند کور پرېیښی و او د پلار کور ته تللې وه.
د لکيمروت د پولیسو مشر معلوماتو له مخې، لومړۍ پلټنې ښيي چې د مېړه د کورنۍ غړي هلته ورغلي او د شپې پر مهال مهال یې یاده ښځه له ټولې کورنۍ سره وژلې ده.
پولیس وايي، د پېښې قضیه ثبت شوې او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
Views: 20