د افغانستان کرکټ له راتلونکې میاشتې څخه سریلانکا او ایرلینډ سره د کرکټ ددرې واړو فارمټونو د لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.
کرکټ د مرغومي په ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملي لوبډله د روان زیږدیز کال فرورۍ میاشت کې سریلانکا ته د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر کوي.
سرچینې زیاته کړې، دغه راز به ملي لوبډله د همدې میاشتې له ۲۸مې نېټې د مارچ تر ۱۸مې پورې د یوه ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو ترسره کولو په موخه د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له سریلانکا سره د کرکټ د دریو واړو بڼو اوږده لوبلړۍ ترسره کړي.
کرکټ بورډ وایي، یاده لوبلړۍ چې د سریلانکا له کرکټ بورډ سره د افغان کرکټ بورډ د مشرتابه په همغږۍ برابره شوي، له پلان سره سم به ټېسټ لوبه د فرورۍ میاشتې له ۲مې تر ۶مې نېټې د کولامبو په سینهالیس لوبغالي او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې پر ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه د کولمبو په پرمډاسا لوبغالي کې ترسره شي.
سربېره پر دې به د دریېو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم د فرورۍ پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ډامبولا په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وایي وایي: “ دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان به له سریلانکا سره بشپړ سیریز چې په کې ټسټ، یوه ورځنۍ او شل اووریزې لوبې شاملې دي، ترسره کوي. “
کرکټ بورډ وایيو د سریلانکا له سفر وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د فرورۍ میاشتې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې د ایرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړي، چې له مخې به یې د فرورۍ له ۲۸مې د مارچ تر ۳مې نېټې پورې یواځینۍ ټېسټ لوبه د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کړي.
همدارنګه به درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ په ترتیب سره د مارچ پر ۷مه، ۹مه او ۱۲مه او درې نړیوالې شل اوریزۍ لوبې د مارچ پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۸مه نېټو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې تر یادو لوبو مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له هندوستان سره درې شل اووریزې نړېوالې لوبې ترسره کوي او اوس دغه هېواد ته رسېدلې ده.
Views: 263