د کرکټ نړېوالې شورا د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی، افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي.
ټاکل شوې چې د شل اووریز کرکټ نړېوال جام سیالۍ د روان زېږدیز کال (۲۰۲۴) د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي، دا سیالۍ په امریکا او وېسټانډیز کې ترسره کېږي. د نړېوال جام پای لوبه به د جون په ۲۹مه، د وېسټانډیز په باربډوس ښار کې ترسره شي.
د کرکټ نړېوالې شورا پرون د شل اووریز جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی، په دې سیالیو کې ګډون کوونکي ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي.
افغانستان په سي ګروپ کې له نیوزیلینډ، وېسټانډیز، یوګنډا او پياېنجي هېوادونو سره دی.
په الف ګروپ کې هند، پاکستان، ایرلینډ، کاناډا او امریکا، په ب ګروپ کې انګلستان، اسټرالیا، نمیبیا، سکاټلینډ او عمان لوبډلې شاملې دي.
په ډي ګروپ کې بیا سوېلي افریقا، سریلانکا، بنګلهدېش، نیدرلینډ (هالینډ) او نیپال شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون په ۳مه، له یوګنډا، د جون په اوومه له نیوزیلینډ، د جون په ۱۳مه، له پياېنجي (پاپوا نیو ګیني) او د جون په ۱۷مه له کوربه هېواد وېسټانډیز سره ترسره کوي.
د امریکا کرکټ ادارې اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد په یوه مرکه کې ویلي وو، په امریکا کې به د نړېوال جام ۱۷ لوبې په درېیو ایالتونو کې ترسره شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان کومه لوبه هم په امریکا کې ترسره شي، خو له بده مرغه د کرکټ نړېواله شورا دغه کار نه دی کړی.
د یادونې ده، افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د شل اووریز کرکټ په نړېوال جام کې چې په وېسټانډیز کې ترسره شوی و، لاره موندلې وه.
افغانستان تر اوسه د شل اووریز کرکټ په شپږو نړېوالو جامونو کې ګډون کړی او په ټولیزه توګه یې ۲۲ لوبې کړې چې اووه یې ګټلي او ۱۵ یې بایللې دي.
Views: 13