د راپورونو له مخې، په اسلاماباد کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري د پاکستان د سني علماوو شورا مرستیال مولانا مسعودالرحمن عثماني وژل شوی دی.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پرون د اسلاماباد په غوري ټاون سیمه کې ناپېژانده موټرسایکل سپرو د مولانا مسعودالرحمن عثماني پر موټر ډزې کړې چې په پایله کې يې عثماني او د هغه موټرچلوونکی ټپیان شول.
خو سرچینه وايي چې مولانا مسعودالرحمن عثماني په روغتون کې ساه ورکړې ده.
سرچینې ته پولیسو ویلي چې عثماني د سني علماوو شورا مرکزي مرستیال و او د بریدکوونکو پیدا کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۱مه هم د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیلخان سیمه کې د پاکستان جمعیتعلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضلالرحمن پر موټریز کارون ډزې شوې وې.
Views: 16