د امریکا د کرکټ ادارې اجراییوي رییس ډاکتر نور محمد مراد وایي، چې افغانستان لپاره جوړه کړې ستراتيژي به دلته هم عملي کوي او افغان ځوانان هم کولی شي د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي.
ډاکتر مراد چې په دې وروستیو کې د امریکا کرکټ ادارې اجراییوي مشر ټاکل شوی، تر دې مخکې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د افغانستان کرکټ بورډ د پراختیایي څانګې د مسوول او بیا د اجراییوي رییس په توګه یې دندې ترسره کړې دي.
هغه وصال ټلوېزیون سره په دې مرکه کې د امریکا په څېر د یوه ستر هېواد د کرکټ ادارې د اجراییوي رییس د ټاکل کېدو پر پروسې، د امریکا د کرکټ پر اوسني حالت او راتلونکو پلانونو او د افغانستان پر کرکټ خبرې کړې دي.
پوښتنه: تاسو څه ډول د امریکا کرکټ ادارې ته لاره پیدا کړه؟
کرکټ د نړۍ دویمه غټه لوبه ده، امریکا هم له ۱۹۶۶ کال راهیسې د کرکټ د نړۍوالې شورا د دویمې درجې غړیتوب لري، خو بدبختانه دومره وده یې نه وه کړې، خو د کرکټ نړۍواله شورا او یو شمېر نورو هېوادونو وغوښتل چې په امریکا کې کرکټ پرمختګ وکړي؛ نو په همدې موخه د امریکا کرکټ ادارې د اجرایيوی ریاست پوسټ ازاد رقابت ته وړاندې کړ، لومړی زه خبر نه وم، دوستانو احوال راکړ، او تشویق یې کړم چې دې پوسټ ته غوښتنلیک ولېږم، او ما هم دغه کار وکړ. دا پروسه درې میاشتې وخت ونیولو، بېلا بېلې پروسې وي، تحریري تقریري ازموینې وې بیا له یوې شفافې پروسې وروسته زه وټاکل شوم.
دې دندې لپاره د شاوخوا ۳۰ هېوادونو لسګونو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې د کرکټ پخواني مشهور لوبغاړي او د بېلا بېلو هېوادونو د کرکټ ادارو پخواني او اوسني مسوولین شامل وو.
د امریکا کرکټ په کوم حالت کې دی؟
کله چې زه په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته ولاړم، د امریکا حالت هم د افغانستان د ۲۰۱۲ کال له حالت سره برابر دی، اداري جوړښت او ساختار یې هماغه ډول دی، ډېر کار ورته نه دی شوی، ښه حالت نه دی، ډېر کار ورته پکار دی ، څو بشپړغړیتوب ترلاسه او اداري جوړښت یې معیاري شي.
د امریکا بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره مو کومه ستراتيژي جوړه کړې؟
موږ چې کله په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره ستراتيژي جوړه کړه؛ نو هدف مو دا و چې په ۲۰۱۵ کال کې باید بشپړ غړیتوب ترلاسه کړو او هماغسې وشول.
دلته مې هم هماغه پلان دی، ستراتيژی ورته لرو، دلته اقتصادي فرصتونه زیات دي، امکانات زیات دي، لېوالتیا هم زیاته ده، بله دا چې په ۲۰۲۸ کال کې اولمپیک په امریکا کې کېږي او دا ځل کرکټ په اولمپیک لوبو کې شامل کړی شوی دي.
زه چې کله مقرر شوم، له لومړي ورځې مې د ستراتيژۍ پر جوړولو کار پیل کړی دی، پنځه کلن ستراتيژي مې جوړه کړې ده، چې راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا کرکټ ادارې د اجراییوي شورا لخوا منظوره شي.
زموږ پلان دا دی چې په ۲۰۲۸ کال کې امریکا د کرکټ د نړېوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي، خو که دا ٌستراتيژي او پلان تطبیق شي.
د امریکا کرکټ کې افغانانو ته چانش شته؟
زه غواړم هغه افغان چې وړتیا لري او شرایط یې پوره کړې وي، د امریکا د کرکټ په بېلا بېلو لوبډلو کې لاره ومومي، هغه شرایط چې د کرکټ نړېوالې شورا لخوا ټاکل شوي، دا شرایط چې هر څوک پوره کړي که افغان وي او یا بل څوک وي، نو داخلي او ملي لوبډلو ته لاره پیدا کولی شي.
زه هغه افغان ځوانان چې امریکا ته راغلي تشویقوم، چې باید خپل کرکټ ته ادامه ورکړي، تمرینات وکړي، څو د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي.
امریکا ته تر راتګ وروسته مې څو ایالتونو ته سفرونه وکړل. هلته مې له افغان مشرانو او ځوانانو سره ولیدل هغوی مې تشویق کړل، چې که غواړي مسلکي کرکټ وکړي، نو تمرینونه دې وکړي، اکاډمیانو کې دې داخله واخلي، څو د امریکا کرکټ لوبډلو ته لاره پیدا کړي. زه په دې برخه کې هر ډول خدمت ته اماده یم.
په امریکا کې د کېدونکي شل اووریز کرکټ جام لپاره مو څومره چمتووالی نیولی؟
د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې په امریکا او ویسټ انډیز کې کېږي، که څه هم زما له راتګ مخکې ګنګوسې وې چې ټولې سیالۍ په ویسټ انډیز کې وشي، خو زه چې کله وټاکل شوم، ما نړۍوالې شورا سره خبرې وکړې، له پلان شویو لوبو څخه زیات ۱۷ لوبې د امریکا په درېیو ښارونو کې به ترسره کېږي.
موږ د نړېوال جام د پلاننګ او برنامو جوړولو برخه یو، په ګډه دا کار کوو، بشپړه امادګي ورته لرو، خو اداري ظرفیت مو کم دی، په نږدې ورځو کې به نور بستونه اعلان ته ورکړو، څو د خپلې ادارې ترڅنګ د نړۍوال جام لپاره ښه چمتووالی ولرو.
نړۍوال جام دلته ترسره کېدل، امریکا ته ډېر ارزښت لري، دلته به کرکټ وده وکړي، خو اقتصادي ګټې یې زیاتې دي او دامریکا کرکټ به ورسره نور هم پرمختګ وکړي.
امریکا کې د کرکټ تجارتي سیالیو په کوم حالت کې دي؟
د امریکا کرکټ بورډ پروسه پیل کړې ده، څو دغسې لیګونو ته وده ورکړو، دلته لا دمخه د میجر کرکټ لیګ یا اېم سي ایل شته، افغان لوبغاړو هم پکې هم ګډون کړي و. تر دې مخکې هم ځینې لیګونه شوي وو، چې د تجارتي شرکتونو لخوا پرمخ وړل کېدل. هڅه کوو، چې د نظارت کیفیت یې ښه کړو څو په لوړه کچه ښه توګه دا لوبې ترسره کړو. غواړو د امریکا کرکټ ادارې لخوا هم یو لیګ پیل کړو.
امریکا د کرکټ مارکېټ څومره دی؟
امریکا د کرکټ ډېر غټ مارکېټ لري، اوس کرکټ هر کال میلیاردونه ډالر بودیجه لري، یواځې د امریکا د کرکټ مارکېټ له دې څو چنده زیات دی.
اوس د کرکټ ډېره تکیه په یوه هېواد دی، (هند) نوم وانخیست.
امریکا د دې ترڅنګ دا توازن به برابروي، نور یو غټ مارکېټ به د کرکټ نړېوالې شورا ته وړاندې کوي. خو دا به وخت نیسي.
د افغانستان کرکټ کوم حالت کې دی؟
د افغانستان کرکټ دپرمختګ په حال کې دی، تېر نړۍواال جام کې لاسته راوړنې یې د قدر وړوې، ویاړونه یې درلودل، زه ترې خوښ یم، د لومړي ځل لپاره د یوه مکملې لوبډلې په توګه ولوبیدل، د اتفاق او اتحاد ترڅنګ ښې لوبې یې وکړې، توپوهنه مو د پخوا په څېر نه ده اوس ډېره ښه شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ کې د پاکستانيو روزونکو په اړه څه نظر لرئ؟
هر روزونکي چې د هر هېوادوي، وي مهمه داده چې د لوبغاړو او لوبډلې په ګټه وي، دا موضوع باید سیاسي نه کړو، باید له روزونکو څخه سمه استفاده وشي.
موږ پیاوړي داخلي روزونکي هم لرو، خو زموږ د کرکټ تاریخ لنډ دی، ډېره مسلکي تجربه نه لرو، په دومره کم وخت کې یو نسل روزونکي لرو، خو یو څه وخت ته اړتیا شته، چې دا ضرورتونه پوره شي بیا به له خپلو روزونکو کار واخلو، باید دوامداره پروسه ولرو.
د افغانستان ډېرې نړېوالې لوبې نه لري؟
عمده عامل یې دا دی چې موږ په داخل کې نړېوالې لوبې نه شو کولی، لوبې باید ډېرې شي، چې ډېرې لوبې وکړو، د لوبغاړو تجربه زیاتیږي، تکړه کېږي، ځوانان ښه پرفارمنس کوي.
ځوانانو ته ستاسو پیغام څه دی؟
کرکټ افغانستان یې نړېوالو ته ور وپېژندلو، خلک له تاریخ سره بلد نه دي، خو اوس د هېوادونو پېژندل د هغوی پرمختګونو سره کېږي، د کرکټ له لارې افغانستان په ټوله نړۍ کې ښه نوم لري.
په اسټرالیا، اسیا، اروپا او اوس په امریکا کې هم د افغانستان نوم کرکټ کې مشهور شوی دی.
هغه ځوانان چې کرکټ کوي، باید خپلې لوبې ته فوکس وکړي، ښه تمرینات وکړي، خو لومړیتوب هېواد ته ورکړي ورپسې نورو تجارتي لیګونو ته ولاړ شي.
دا نورو ځوانانو ته ډېرې هیلې ورکوي، په خوا هېڅ نه وو، خو ځوانانو دغه مقام ته ځانونه ورسول.
Views: 18