د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی پښتون سیاستوال محسن داوړ په وزیرستان کې له یوه وسله وال بریده روغ وتلی دی.
د راپورونو له مخې، د هغه پر موټریز کاروان برید نن د مرغومي په ۱۳مه، دخیبر پښتونخوا اړونده د شمالي وزیرستان د ټاپي په سیمه کې شوی و.
داوړ چې د ملي دیموکراتیک ګوند مشر هم دی، پر اېکس شبکې لیکلي، چې په میرانشاه کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د خپل ګوند اړونده یوه غونډه کې د ګډون لپاره روان و چې پر موټرو یې ډزې وشوې.
هغه زیاته کړې چې لومړی یې د کلاشنکوفونو ډزې وکړې او تابیا یې نیولې چې پر موټر یې د راکټ ډز هم وکړي، خو د ده د ساتونکو تر ځوابي بریده وروسته وتښتېدل.
د محسن داوړ په وینا، دوی په یوه کور کې پناه واخیسته، خو کله چې وروسته دوی بېرته روان شول، یو ځل بیا لاره کې پرې ډزې وشوې او جګړه تر ۴۰ دقیقو پورې روانه وه.
ده ویلي، چې له دې وسله واله بریده روغ وتلی، خو پر موټر یې څو مرمۍ لګیدلي چې له امله یې دوه ملګري ژوبل شوي دي.
د پاکستان د پارلمان یو بل پخواني غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر هم د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر محسن داوړ باندې د ټاکنیز کمپاین پرمهال برید تائید کړی او ویلي دي چې هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د رارونې فرورۍ د میاشتې اتمه په دغه هیواد کې د پارلماني ټاکنو لپاره ټاکلې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ځینو سیاسي مشرانو ته د هغوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ترهګریزو بریدونو ترسره کیدو خبرداری ورکړی و.
Views: 12