د افغانستان کرکټ بورډ د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره دوه بهرني روزونکي ګومارلي دي.
کرکټ بورډ د مرغومي په ۱۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سوېلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي او دغه راز جیمز پارسنز د نړۍوال جام سیالیو لپاره د افغان نوولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.
کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې دواړه روزونکي په اړوندو برخو کې ښه وځلېږي او د دواړو ملي لوبډلو په غوره روزنه کې مؤثره رول ادا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سوېلي افریقا چپ لاسي توپوهونکي انډریو پټیک خپله لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه په ۲۰۰۰ کال کې ترسره کړه چې په کې یې د یادې بڼې په دریمه لوبه کې لومړنۍ سلیزه هم په خپل نوم کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، که څه هم پټيک یوه نړۍواله پنځوس اووریزه لوبه ترسره کړې، خو په کورني کرکټ کې نوموړی ډېره غوره او پراخه تجربه لري چې په ټوله کې یې ۱۷۳ فرسټ کلاس لوبې، ۱۷۲ لېسټ اې او ۸۳ شل اووریزې لوبې ترسره کړې دي. په یادو لوبو کې یې ۱۷۰۰۰ منډې په خپل نوم کړې چې ۴۰ سلیزې او ۸۴ پنځوسیزې په کې شاملې دي.
انډریو پټيک سربېره پر دې د روزنې په ډګر کې هم غوره تجربه لري؛ له دې وړاندې یې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي دنده درلوده. دغه راز یې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کال پورې د سوېلې افریقا د ښځو لوبډلې د سلاکار، د سوېلي افریقا د الف لوبډلې د مرستیال روزونکي، د یاد هېواد د ایمرجېنګ لوبډلې د مرستیال روزونکي او همدارنګه د سوېلي افریقا د ښځو د ایمرجېنګ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
کرکټ بورډ ویلي، د نوموړي سربېره انګلستان الاصله جوردن جېمز پارسنز چې د انګستان او سوېلي افریقا په کورني کرکټ کې غوره نوم لري او سترې کارنامې یې په خپل نوم کړې دي، د ۲۰۲۴ کال د نوولس کلنو نړۍوال جام لپاره د افغان لوبډلې د سلاکار او لارښود په توګه وټاکل شو.
پارسنز الراونډر لوبغاړی پاتې شوی او په ښي لاس د چټکې توپ اچونې تر څنګ یې په کیڼ لاس توپ وهنه هم ترسره کړې. نوموړي په کورني کرکټ کې د پام وړ کارکردګي کړې او په ۳۳۸ فرسټ کلاس او ۳۵۱ لېسټ اې سیالیو کې لوبېدلی. نوموړي په فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۷۶۳ منډې او ۸۰۹ وېکټې او لېسټ اې لوبو کې ۱۹۴۱ منډې کړي او ۳۵۱ وېکټې یې ترلاسه کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ له انډریو پټیک سره د یوه کال لپاره تړون وکړ او نوموړی به د هندوستان پر وړاندې د درې شل اووریزو نړۍوالو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي. دغه راز جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره په سوېلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴ کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوي.
Views: 7