د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د قدس ځانګړي ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوو چاودنو له امله شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې دامریکا په یوه هوایي برید کې وژل شوی و.
د ایران په کرمان ښار کې نن د مرغومي په ۱۳مه، د هغه د څلورم تلین نمانځلو لپاره لسګونه زره کسان راټول شوي وو.
د ایران تسنیم رسنۍ خبر ورکړی چې دواړه چاودنې تر غرمې وروسته په ځایي وخت د د رېیو او او څلورو بجو ترمنځ د خلکو په مینځ کې شوې دي.
دغې رسنۍ د ایران د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې په دې چاودنو کې لږ تر لږ ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۸۸ نور ژوبل شوي دي.
سرچینو ویلي چې د ګڼ شمېر ټپیانو روغتیایي حالت داندېښنې وړ دی او ښایي د مړو شمېره لوړه شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلی، کله چې تر لومړۍ چاودنې وروسته ژغورونکي ډلې او خلک د ټپيانو د مرستې لپاره ورغلل، دويمه چاودنه رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړې، چې زياته مرګ ژوبله په دويمه چاودنه کې رامنځته شوه. تر دې مخکې د کرمان سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې دا غبرګې چاودنې له یو بل سره د لسو دقیقو په توپیر کې شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې دا چاودنې یو “ترهګریز برید” و.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دوه چاودېدونکي توکي هغه هدیرې ته چې سلیماني پکې ښخ دی، په غځېدلی سړک کې ځای پر ځای شوي وو. ارنا همدارنګه خبر ورکړی چې له دغو چاودنو څخه یوه یې د سلیماني له قبر څخه ۷۰۰ متره لرې شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د ایران په کرمان ایالت کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
Views: 26