د راپورونو له مخې، سعودي عربستان اعلان کړی چې دغه هېواد د «برېکس» ډلې له هېوادونو سره یوځای شوی دی.
د ایران فارس اژانس د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون له قوله راپور ورکړی چې ریاض په رسمي ډول له برېکس ډلې سره یوځای شوی دی.
برېکس په نړۍ کې د اقتصادي قدرتونو یو تازه جوړ شوی نړۍوال سازمان دی چې روسیه، چین، هند، برازیل او سوېلي افریقا هېوادونه یې غړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په تېره اګسټ میاشت کې ویلي وو چې له برېکس ډلې سره د یوځای کېدو جزئیات به مطالعه کړي او مناسبې پرېکړې به وکړي.
په راپور کې راغلي چې د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر په هغه وخت کې ویلي وو چې برېکس د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا لپاره مهم او ګټور کانال دی.
Views: 10