د راپورونو له مخې، د لبنان پلازمینې بیروت ښار کې د فلسطین د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري د اسراییلو په یوه بې پیلوټه هوایي برید کې وژل شوی دی.
الجزیرې د مرغومي په ۱۲مه، خبر ورکړی چې په بیروت کې د یوې زوروې چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي چې په کې د حماس ډلې مرستیال هم شامل دی.
د راپورونو له مخې، د لبنان د حزب الله ډلې او په خپله حماس د صالح العاروري وژنه تایید کړې ده.
بلخوا د لبنان دولتي رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودونه د اسراییلي ځواکونو د یوه بې پیلوټه الوتکې تر هوایي برید وروسته رامنځته شوې ده. ویل کېږي، الوتکې د حماس یو دفتر په نښه کړی دی.
بلخوا په لبنان کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله خبرداری چې ورکړی چې له اسراییلو به د دې بریدونو غچ اخلي.
ویل کېږي چې صالح العاروري د حماس د وسله والې څانګې په بنسټ اېښودونکو کې شمېرل کېده او اوس مهال د سیاسي څانګې مرستیال و.
اسراییل فکر کوي چې درې میاشتې مخکې پر اسراییل د حماس ډلې د بریدونو طراح صالح العاروري و او د اسراییلو لومړي وزیر نتین یاهو لا دمخه د العاروري د وژلو ګواښ کړی و.
د تېر کال د اکتوبر میاشتې کې د جګړې له پیلېدو وروسته ۲۱ زره فلسطینیان او شاوخوا یو نیم زر اسراییليان وژل شوي دي.
Views: 15