د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ شل اووریزه نړېواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د مرغومي په ۱۰مه، د یکشنبې په ورځ په شارجې ښار کې ترسره شوه، پچه یې امارات وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د اماراتو لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري قیس احمد او عظمت الله عمرزي دوه دوه، محمد نبي او فضل حق فاروقي یو یو لوبغاړی وسوځول.
د افغانستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۵ منډو وسوځېدله، دغه راز د اماراتو دا لوبه د ۱۱ منډو په توپیر سره وګټله او د درېیو لوبو لړۍ یې هم یو په یو برابر کړه.
د ملي لوبډلې له لوري محمد نبي تر ټولو زیاتې ۴۷ او حضرت ځاځي ۳۶ منډې جوړې کړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.
Views: 26