د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزه یوه ورځنیو لوبو لړ کې کوربه هېواد سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان، هندوستان او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په سویلي افریقا کې روانې دي.
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې نن خپله دویمه لوبه له سویلي افریقا سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه سویلي افریقا وګټله، خو لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۶ منډې جوړې کړې او افریقا ته یې د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحیم الله زرمتي ۴۷، جمشېد ځدراڼ ۳۳ او حسن عیسی خېل ۳۱ د پام وړ منډې جوړې کړې.
خو د افریقا لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۲۹ منډو وسوځېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۷ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري عرب ګل او غضنفر څلور څلور لوبغاړي وسوځول.
تر دې مخکې هندوستان له افغانستان څخه لوبه ګټلې وه.
په دې سیالیو کې هره لوبډله له بلې سره دوه دوه لوبې کوي.
Views: 10