د افغان پریمیم په نامه د افغانستان یوې لوبډلې په امریکا کې د شل اووریز لیګ کرکټ سیالیو اتلولي وګټله.
د دې لوبډلې مدیر ډاکټر نور علم فرید وصال ټلوېزیون ته وویل چې د امریکن پریمیر لیګ شل اووریز کرکټ سیالیو پای لوبه د افغان پریمیم او هند پریمیم لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ ( د مرغومي په ۱۰مه) دامریکا په ټېکساس ایالت کې ترسره شوه.
هغه زیاته کړه چې افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۱۵ منډې جوړې کړې او د هند لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ.
د افغان لوبډلې له لوري یو ځل بیا پخوانی ملي لوبغاړی عثمان غني ښه وځلېد او پنځوسیزه یې ووهله، هغه ۵۵ منډې جوړې کړې.
ده وویل، د هند لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۹۱ منډو وسوځېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۴ منډو په توپیر سره وګټله او ددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د افغان لوبډلې له لوري یوسف ځاځي څلور لوبغاړي وسوځول.
د افغان لوبډلې منېجر ډاکټر فرید وایي، چې یوسف ځاځی د پای لوبې او عثمان غني د دې سیالیو غوره لوبغاړي اعلان شول.
په دې سیالیو کې اوو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په کې افغان پریمیم، وینډیز پریمیم، انډین پریمیم، پاک پریمیم ایشیز پریمیم، امریکن پریمیم او کاناډینز پریمیم لوبډلې شاملې وې.
Views: 15