د هندوستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ماتې ورکړه.
د افغانستان، سويلي افریقا او هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ د مرغومي په اتمه په سویلي افریقا کې پیل شوې.
د هند لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان ۱۹ کلنو په ۴۸ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ. د افغان ۱۹ کلنو له لوري سهیل خان ۷۱ او حسن عیسی خېل ۵۴ منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې یاد هدف په اوه دېرشم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
Views: 4