افغانستان د کرکټ د درېیو شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د مرغومي په اتمه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې تر سره شوه، پچه یې د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان پیل ښه نه و او حضرت الله ځاځی په ۱۳ منډو وسوځېد، خو ورپسې رحمن الله ګربز او لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ۱۳۰ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان وکولی شو، چې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډې جوړې کړې او اماراتو ته یې د ۲۰۴ منډو هدف ورکړي.
د ملي لوبډلې له لوري ګربز ښکلې لوبه وکړه او سلیزه یې ووهله، هغه ۱۰۰ منډې جوړې کړې. ابراهیم ځدراڼ ۵۹ او عمرزي ۱۹ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۳۱ منډې جوړې کړې. دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۲ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري فاروقي دوه، نوین الحق او قیس احمد یو یو لوبغاړی وسوځولو.
رحمن الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه دیکشنبې په ورځ ترسره کېږي.
Views: 19