د ماشومانو ژغورنې نړۍوال صندوق دې ته په اشاره چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي، ویلي چې افغانستان کې مرستندویه بنسټونو نه دي توانېدلي چې لږ تر لږه د ماشومانو څلوېښت سلنه اړتیاوې پوره کړي.
یاد بنسټ نن (چهارشنبه) د فلسطیني ماشومانو د وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یو پر درېیمه برخه افغان ماشومانان د فقر ډېرېدو له امله د خپلو کورنیو لخوا پر درنو کارونو ګومارل شوي دي.
د یاد راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له پیله د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغانستان کې د ۳ زره او ۵۴۵ له څو میاشتنیو څخه تر ۱۷ کلنو ماشومانو پر وړاندې ۴ زره او ۵۱۹ د جدي سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ماشومانو ژغورنې نړۍوال صندوق ټینګار کړی چې افغانستان کې مرستندویه بنسټونو نه دي توانېدلي چې لږ تر لږه د ماشومانو څلوېښت سلنه اړتیاوې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم ملګرو ملتونو خبر وکړی و، سره له دې چې افغانستان کې جګړې کمې شوې خو افغان ماشومان لا هم ډېر سخت وضعیت کې ژوند تېروي.
افغانستان کې د کار نړۍوال سازمان له دې مخکې ویلي وو، ټوله نړۍ کې له ۵ تر ۱۷ کالو ترمنځ ۱۶۰ میلیون کارګر ماشومان شتون لري چې نیمایي یې پر خطرناکو کارونو کې چې جسمي او روحي زیان ورته رسوي، بوخت دي.
د یاد سازمان د تازه شمېرو چې ۲۰۲۱ کال کې راټولې شوې له مخې، افغانستان کې ۶۰ زره ماشومان پر کار بوخت وو خو «ښايي چې د وروستیو بدلونونو له امله دغه شمېر لوړ شوی وي.»
Views: 19