په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د افغان نجونو د زده کړو په تړاو دوه ورځنۍ نړېوال کنفرانس پیل شو.
د افغان نجونو د زده کړو په تړاو دا دوه ورځنۍ نړېوال کنفرانس د یکشنبې په ماښام د لېندۍ په ۱۹مه، په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ، د قطر د کړکیچ او بشري څېړنو مرکز او (دوحه فورم) لخوا جوړ شوی ، چې نن به هم دوام کوي.
په دې کنفرانس کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې دامریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د یو شمېر نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم برخه اخیستې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ ورځې په پای کې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دا نړېوال کنفرانس د “هغې لپاره زده کړې او پرمختګ د ټولو لپاره، د افغان ښځو د زده کړو بیارغونه “ تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د دې نړېوال کنفرانس د لومړۍ ورځې وینا والو په افغانستان کې د ښځینه او نارینه وو د زده کړو پر وضعیت او د ښوونیزو بنسټونو لپاره بنسټیزو اسانتیاو او سرچینو برابرولو باندې خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، وینا والو په دې برخه کې د هېوادوالو او نړېوالو سازمانونو پر مهم رول د ټینګار ترڅنګ وویل، چې افغانستان کې د زده کړو د ملاتړ په موخه باید یو نړېوال مالي مېکانیزم رامنځته شي .
هغوی دغه راز د ښځو او نجونو د دزده کړو لپاره د یوه متوازن سیستم رامنځته کولو او د مور او پلار د ملاتړ او د هغوی د نظر اورېدلو ملاتړ هم وشي.
سرچینې زیاته کړې: “ د افغانستان د زده کړو ستونزه باید په داخل کې په ملي کچه هواره شي، نه له بهر څخه پر تپل شوي هواري باندې.“
د دې کنفرانس یوې کوربنې سولي باټیبو وویل، د یوې ټولنې د نیمایي نفوس په زده کړو بندیز لګول خطرناکې پایلې لرلی شي.
هغې زیاته کړه، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې زده کړو ته نه پرېښوول کېږي.
د نوموړې په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو سره سره په افغانستان کې د نجونو د زده کړې کچه دوه برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د جمهوریت تر سقوط وروسته نوي حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په ځينو برخو کې د ښځو پر کار بندېز لګولی دی.
د ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري بیا کنفرانس ته په خپلې وینا کې وویل:” دا پوښتنه باید له طالبانو څخه وشي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې هغوی ولې په هېواد کې دننه افغانې مېرمنې نه غږوي. ولې په هېواد کې دننه او بهر افغان نه غږوي. د تعلیم، د کار او نورو حقونو د غوښتنو په باب چې دوی یې له طالبانو څخه کوي او نه هم ورسره د خبرو اترو لپاره طالبانو لېوالتیا ښکاره کړې ده.”
هغې زیاته کړه: “که موږ غواړو چې افغانستان پر عصري لار برابر شي او افغانستان د ټول ګډ کور وي، باید په دې هېواد کې پانګونه وشي او د دې هېواد په معارف کې باید پانګونه وشي. د دې هېواد پر وګړو باید پانګونه وشي. دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه د کولو هڅه کوو.”
د افغانستان د ښوونې او روزنې پخوانۍ وزیرې رنګینې حمیدي وویل، چې اوسني واکمنان افغان ولس نه دي راوستي، دا د دوحې د خبرواترو په پایله کې راغلي دي خو له دوی سره باید د خبرو اترو لپاره یو لاره جوړه شي.
هغې زیاته کړه: “نه یوازې دا چې موږ یې راوغواړو بلکې موږ خپله هم باید دومره همت ولرو چې کابل ته ورشو او خبرې اترې ورسره وکړو.”
د افغانستان سرپرست حکومت دغه کنفرانس ته نه دی غوښتل شوی او نه هم هغوی تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.
Views: 13