افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو او د ملګرو ملتونو استازو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د لېندۍ په ۱۷مه، پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) لیکلي چې، په اسلام آباد کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالو نړۍوال سازمان له مشرتابه سره ګټوره کتنه وشوه.
هغه زیاته کړې، په دې کتنو کې له ډیرو اړمنو او ګواښونو سره مخامخ افغانانو نه د دوی د ملاتړ په اړه یې خبرې وکړې.
ویسټ ویلي: “ویاړم چې متحده ایالتونو سږکال د دغو هڅو لپاره د کډوالو ادارې سره ۷۷ ملیون ډالرو، او وروستیو زلزلو ځپلو ته د مرستو لپاره له آی او ایم سره ۹ میلیون ډالره مرستې کړې. “
دامریکا ځانګړي استازي دغه راز لیکلي، چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو له استازو سره یې هم وکتل او د دوی د ژوند په اړه یې له دوی څخه مخامخ خبرې واورېدلې.
دی وایي : “په سختو شرایطو کې د دوی د زړورتیا ستاینه کوو. موږ د دوی د خوندیتوب غوښتنه کوو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د کډوالو نړۍوال سازمان او نورو شریکانو څخه د دوی د هڅو لپاره مننه کوو. “
ټام ویسټ پر اېکس شبکې په یوه بل پوسټ کې لیکلي، چې پاکستان ته د دووه ورځني سفر پر مهال ددغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي او د کورنیو چارو وزارت مرستیال دراني سره د تحریک طالبان پاکستان لخوا د جدي امنیتي ننګونو او همدارنګه د افغان کډوالو د خوندیتوب د اړتیا په اړه یې مهمې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې، متحده ایالتونه په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان ترڅنګ دریږي. له نړسوالو سازمانونو سره د همکارۍ او د انساني او باعزته چلند په ګډون، د کډوالو د خوندیتوب مسایلو په تړاو له اسلام آباد سره په نږدې اړیکو منندوی دي.
ددې سفر ډیر جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو ځېنو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د ویسټ د سفر اصلي موخه په پاکستان کې د هغو ۲۵ زرو افغانانو چې امریکا ته د تګ په نیت ایسار دي، په خوندي توګه د انتقال لپاره له پاکستان سره خبرې اترې کول وو.
امریکا له پاکستانه غوښتي دي چې ددغو ۲۵ زرو افغان کډوالو له ځورولو او یا هم شړلو ډډه وکړي.
تر ټام ویسټ مخکې د وګړو او کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والز نویس په مشرۍ یو پلاوی هم پاکستان ته سفر کړی و او د پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو او د هغوي د خوندیتوب او بیا میشته کیدو اړوند مسلو خبرې کړې وې.
د امریکا غږ د خبر له مخې، توماس ویسټ اوجولیټا والز نویس په داسې حال کې اسلام اباد ته سفرونه کړي چې پاکستان لا هم د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان لنډ مهاله حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به وشړل شي.
د پاکستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې د ۲.۳ میلیونو قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو سربیره ۱.۷ میلیونه نور د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.
د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د افغاانستان سرپرست حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د غبرګون سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ددغې کمیشنرۍ ارزونې ښيي چې په پاکستان کې ددغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغې کمیشنرۍ د جمعې په ورځ ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۷) په یو راپور کې ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال نیول شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي: “په ۲۰۲۳ کال کې د ډسمبر تر دوییمې ورځې پورې نږدې ۲۸ زره کسان توفیف او نیول شوي دي. دا [شمیر] د کډوالو توقیف او نیولو کې د ۲۰۲۳ ټول کال پرتله د اکتوبر د میاشتې تر پایه مودې کې اته چنده زیاتوالی ښيي”.
دغې ادارې ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ ورځې وروسته له ۴۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
Views: 19