د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په غبرګون کې ویلي چې په پاکستان کې د یونیم میلیون افغان کډوالو شتون پر دغه هېواد کوم بوج نه راولي.
عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی، پر خپله ایکسپاڼه کې یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې «دایمي درز» رامنځته کړي.
هغه په دې خبرپاڼه کې د افغان مهاجرينو په زور ایستل د اسلامي اصولو خلاف بللي او ويلي يې دي چې پاکستان ٢٥٠ ميليون نفوس لري او د يونيم ميليون افغان کډوالو شتون پر دغه هېواد کوم بوج نه راولي.
عمران خان ویلي: «افغانستان یو اسلامي او زموږ ورور هېواد دی او د دواړو هېوادونو خلک له پیړیو راهیسې د ورورګلوۍ اړیکې لري او پاکستان څه له باندې ۴۰ کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه و خو د دې میلمهپالنې پایله د یوې کمزورې کړنې له امله ضایع کېږي.»
د يادونې ده چې پاکستان د روان کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پيل کړې چې تراوسه یې څه باندې ۴۰۰ زره افغانان ایستلي دي.
Views: 26